د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د برېښنا نوی سب سټېشن فعال شو


ننګرهار کې د برېښنا نوی سب سټېشن
ننګرهار کې د برېښنا نوی سب سټېشن

په ننګرهار کې د درې نیم ميلونو ډالرو په ارزښت د شل ميګاواټه ظرفیت لرونکی برېښنا څلورم سب سټېشن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو او د حصارشاهي صنعتي پارک تر څنګ د سل ميګاواټه لمریزې برېښنا لپاره د احاطې د ديوال د جوړېدو چارې پيل شوې.

په ننګرهار کې د شلو ميګاواټو په ظرفیت د برېښنا څلورم سب سټېشن د درې نیم میلونو ډالرو په ارزښت د همیشه بهار سب سټېشن کې له نصبېدو وروسته د شنبې په ورځ ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي اجراییه رييس انجینر امان الله غالب ټرانسفرمر د پرانستې پر مهال وویل د دغه ټرانسفرمر په فعالېدو سره به دوی د بهسودو او سرخرود ولسواليو لپاره هم برېښنا وغځوي:

"دا سب سټېشن د درې نیم میلونو ډالرو په ارزښت جوړ شو او د برېښنا د شبکې د غځېدو لپاره پرې ۶۶ ميلونه افغانۍ مصرفېږي چې شل ټرانسفرمرونه به په سرخردو او بهسودو ولسواليو کې لګول کېږي. همدا رنګه موږ د سل ميګاواټو په ظرفیت د حصارشاهي په صنعتي پارک کې د لمریزې برېښنا لپاره د احاطې د دیوال د بنسټ ډبره کېښوده چې له دې سره به په ننګرهار کې سرمایه کارۍ ته پريمانه امکانات برابر شي."

د ننګرهار والي حیات الله حيات وویل چې د برېښنا دغه پروژې به د ننګرهار په اقتصاد ژور اغېز ولري:

"دا پروژې به د ننګرهار په اقتصاد ژور اغېز پرېباسي. یوه پروژه د همېشه بهار سب سټېشن ده چې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. او دوهمه پروژه د روداتو ولسوالۍ اړوند په حصارشاهي صنعتي پارک لپاره د لمریزې برېښنا لپاره د احاطې د دېوال د بنسټ ډبره کېښودل شوه."

خو د ننګرهار د صنعتکارانو اتحاديې مشر حاجې تورملنګ وايي چې د برېښنا څلورم ټرانسفرمر هم دا ظرفیت نه لري چې د ننګرهار د صنعتکارانو برېښنايي ستونزې راکمې کړي:

"دغه شل ميګاواټه برېښنا چې په همېشه بهار سب سټېشن کې فعاله شوه، دا د ننګرهاریانو د برېښنا کمښت نه شي پوره کولای.

ځکه چې يوازې په صنعتي پارک کې ۶۵۰ فابريکې دي او تر اوسه پورې شلو فابريکو ته هم برېښنا نه ده ورکړل شوې. نو موږ له چارواکو غوښتنه کوو چې د ننګرهار برېښنا باید پوره شي او د صنعتکارانو ستونزې حل شي."

خو د افغانستان برېښنا د عمومي ریاست چارواکي وايي دوی له تاجکستان او ازبکستان څخه چې کومه وارداتي برېښنا کابل ته راغلی، ننګرهار يې هم ورسره وصل کړی، کله چې د نغلو بند کاسه کې اوبه کمېږي او یا هم کومه برېښنايي ستونزه رامنځته کېږي، د ننګرهار د همېشه بهار سب سټېشن به له وارداتي برېښنا سره وصل کېږي.

دوی وايي چې د نوي ټرانسفرمر له فعالېدو سره نه یوازې دا چې د جلال اباد ښار د برېښنا د پارچاوي ستونزه حل شوه، بلکې یو شمېر فابریکو ته به هم له دغه سب سټېشن څخه برېښنا ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG