د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر اشرف غني له طالبانو سره اوربند ختم کړ


افغان ولسمشر اشرف غني
افغان ولسمشر اشرف غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په هیواد کې له وسله والو طالبانو سره یو اړخیز اوربند ختم کړی دی.

ولسمشر غني دا اعلان د شنبې په ورځ په ارګ کې د یو خبري غونډې پر مهال کړی او ویلي یې دي چې افغان سرتېري له دې وروسته اجازه لري چې خپل عملیات پیل کړي.

ولسشمر اشرف غني زیاته کړې چې له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت اوربند ۹۸ فیصده بریالی وو.

ولسمشر غني په ډاګه کړې چې د ده په وینا ، افغان حکومت بیا هم هر وخت چې طالبان وغواړي اوربند ته چمتو دی.

دا له هغه وروسته ده چې افغان حکومت د روژې له ۲۷ نېټې څخه د اختر تر پنځمې د طالبانو پر وړاندې اوربند اعلان کړی وو او بیا یې تر لسو نورو ورځو پوري وغځاوه.

خو وسله والو طالبانو یوازې د اختر په دریو ورځو کې اوربند اعلان او عملي کړ خو وروسته یې له غځولو انکار وکړ.

د افغانستان امنیتي ادارې وایي، د افغان حکومت په یو اړخیز اوربند سره هم په همدې موده کې د افغان ځواکونو تلفاتو کې کموالی راغلی دی.

چې کله افغان ولسمشر اشرف غني د اوربند اعلان کړی وو نو یې نه یوازې په افغانستان کې دننه د ولس له خوا تود هرکلی او ستاینه شوې وه بلکې د امریکا په ګډون یې یو شمېر نړیوالو مشرانو هم ملاتړ کړی وو.

افغان حکومت په وار وار پر وسله والو طالبانو غږ کړی دی چې له جګړې لاس واخلي او د روغې جوړې خبرو ته حاضر شي خو هغوی پر جګړه ټینګار کوي.

په دې وروستیو کې داسې خبرونه راغلي دي چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ په پټه د روغې جوړې خبرې روانې دي.

د کندهار ولایت امنيې قومندان جنرال عبدا لرازق د جون پر ۲۸ مه وویل چې تر هیواد دباندې يې له طالب مشرانو سره د سولې په اړه خبرې پیل کړي.

د جنرال عبدا لرازق په خبره، په دې ناستو کې د افغان حکومت د مهمو کسانو تر څنګ د سعودي عربستان او امریکا استازیو هم ګډون درلود.

نوموړی زیاته کړې وه چې په دغو ناستو کې پر دې هم بحث شوی دی چې وسله والو طالبانو ته په کابینه، ملي شورا او نورو برخو کې هم ونډه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG