د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور اندر شېر بازار کې د بنجاریو دوکان


د پېښور ښار اندر شېر چې د هر سامان او شیانو لپاره خپل بازار لري، کپړو، څپلو، کالو پترو او ډول سنګار شیانو ( مېک اپ) له هم ځان له یو بازار لري چې نه یوازې د خېبر پښتونخوا د لیرې پرتو سیمو دوکاندارن ترې سودا اخلي بلکې د کلیوالو سیمو ښځو یا بنجاریانو له د روزګار یوه ذریعه هم جوړه کړې چې خپل کور پرې چلوي.

دا ښځې د بنجاریتوب سودا له دې بازاره کوي خو د دې بازار دوکاندارانو لپاره په بیه په جامو د بوټونو او د شیشو کار هم کوي.

د پېښور د یو کلي ګل خوبان یوه خواري کښه ده او ورسره د کور نورې جینکې هم شپه او ورځ دغه کار کوي.

نوموړي وویل، په جامو د شیشو کار کوو، دا نرۍ او مېده کار دی چې ورته ناست یو.

یاد بازار ته له خپلې ښځې سره راغلی د باړې د بټۍ یو خواريکښ مقبلي خان وایي چې لور له یې خپله یو وړوکۍ کار پیل کړی دی.

نوموړی وايي، ما خپلې لور له په خپل کور کې یوه وړه غوندې کوټګۍ جوړه کړې او ورله مې د لسو شلو زرو روپو سامان اچولې دی او هغه خرڅوي چې دا پرې د خپلې مدرسې فیسونه برابر کړي.

ده وویل، زه وایم د لاس له دیاړۍ څه نه جوړېږي خو چې د پنځو روپو کاروبار پرې روان کړي نو دغه ښه خبره ده.

د بنجاریتوب دا کار له پخوا روان دی او دا په زیاتره هغه سیمو کې کېږي چېرته چې یا خو بازارونه نه وي او یا ښځو ته د تلو اجازه نه وي.

XS
SM
MD
LG