د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوستیانو فریاد: نور جنګونه ودروئ


د خوست قومي مشرانو، دیني عالمانو، پخوانیو جهادي قوماندانانو او اوسیدونکو د افغانستان له دولت او وسلوالو مخالفینو غوښتنه وکړه، چې جګړه ودروي، اوربند دې وکړي او د شته ستونزو د حل لپاره دې مخامخ خبرو اترو ته سره کښېني.

دوی زیاتوي، ولس تر هر وخت زیات سولې ته تږی دی او دا ارمان هله پوره کیدلی شي، چې ټول افغانان سره یو لاس شي او د دې ملي او ولسي ارمان لپاره په ګډه کار وکړي.

ویناوالو یادې څرګندونې نن د پنجشنبې په ورځ هغه غونډه کې وکړې، چې د سولې په ملاتړ د ګربز ولسوالۍ کې جوړه شوې وه.

پخواني جهادي قوماندان ملک حفیظ الله جان وویل، چې ټول افغانان د سولې تږي دي، خو دې ارمانه ته رسیدل د ټول ملت یووالي او ګډ کار ته اړتیا لري.

نوموړي وړاندې وویل، حکومت هم باید خپلې ژمنې په عمل کې پلي کړي او هغه مسوولیتونه چې دوی پورې اړه پیدا کوي صادقانه يې سرته ورسوي.

د ګربزو یو تن قومي مشر حاجي ګل احمدخان وايي، چې حاضر دي په خپل لګښت او خپلو امکاناتو د ولسي کاروانونو له لارې د افغانستان شمال، ختیز او لویدیز ته د سولې پیغام ولیږدوي.

د خوست یو تن دیني عالم مولوي ګل سعید وايي، که حکومت وغواړي دیني عالمان د سولې لپاره هر اړخیز کار کولی شي، خو د نظام په داخل او بهر کې داسې کسان شته، چې ګټې يې په جګړې کې خوندي دي او نه غواړي چې له جګړې ستړی ولس پر سوله بسیا شي.

قومي مشر حاجي رسول محمدخان بیا وویل، چې د دې جګړی ډیری قربانیان ملکي وګړي دي او دې حالت د هېواد په کچه بیلابیلو ستونزو او قانون ماتونو ته زمینه برابره کړې ده.

ده دولت او مخالفینو ته لمن وغوړوله، چې جګړې پریږدي، اوربند دې وکړي او مخامخ خبرو ته دې زمینه برابره کړي، نو دا اواز لکه څرنګه چې په ټول افغانستان کې اوچت شوی باید تر پایه تعقیب شي.

حاجي رسول محمدخان وړاندې وویل، افغانان غریب ژوند قبلوي، خو چې له جګړو خلاصون پیدا کړي.

دا پداسې حال کې ده، چې د هلمند د سولې د ولسي حرکت غړو په پلازمینه کابل کې کې د ملګرو ملتونو او د امریکا د متحده ایالتونو د سفارت مخې ته اعتراضونه پیل کړي او د دې حرکت مسوولین وايي، چې په تعقیب به يې د روسیې، ایران او پاکستان د سفارتونو مخې ته پرلت ووهي.

د سولې عالي شورا هم د دې لپاره ولسي حرکتونه ستایلي او ویلي يې دي، دغه شورا د هر هغه حرکت ملاتړ کوي چې د سولې د ټینګښت په هدف ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG