د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستي هنرمندان وايي حکومت دې دوی ته پاملرنه وکړي


په خوست کې د هنرمندانو ستونزې.
په خوست کې د هنرمندانو ستونزې.

د خوست یو شمېر سندرغاړي او هنرمندان وايي، چې په ځینو ودونو او شخصي مجلسونو کې د کلي او مالت خلک له دوی د مبتذلو او بازاري سندرو غوښتنه کوي، چې دا ډول سندرې له یوې خوا د دوی ټولنیز موقف زیانمنوي او بله خوا ټولنې او ځوان نسل ته هم ښه پیغامونه نلري.

دوی خپلې یو شمېر ستونزې هم یادوي او زیاتوي، چې په خوست کې د انځوریزو سندرو د ریکاډ لپاره سټډیوګانې نلري، د سندرغاړو اقتصادي حالت کمزوری دی او حکومت هم ورته لازمه پاملرنه نلري.

د ماسټر چینیوال په نوم یو تن خوستی هنرمند مشال راډیو ته وايي ، کچیرې دوی د خلکو فرمایشونه ونه مني، نو خلک په مجلسونو کې شور ماشور جوړوي او محفل ته هم په کرار نه کیني.

چینوال وايي، سندرغاړي غواړي، چې سندرو ته ښه کلامونه او شعرونه انتخاب کړي، خو له مجبورۍ بازاري سندرې وايي.

د ده په وینا کچیرې حکومت او سوداګر هنرمندانو سره مرسته وکړي، دلته ښه هنري استعدادونه شته او دوی باور لري، چې پدې ځای کې به د هنر او موسیقۍ معیار لوړ شي.

ماسټر چینوال د هنرمندانو د روزنې لپاره د موسیقۍ د استادانو د استخدام غوښتنه هم کوي.

د موسیقۍ د یوې الې غږونکی احسان الله احسان وايي، چې سندرغاړي باید د سندرو لپاره ښه شعر انتخاب کړي، ځکه ولس ته د داسې روحیې ورکول اړین دي، چې هغوی یووالي، وطن جوړونې او مثبتو کارونو ته وهڅول شي.

ده له خلکو وغوښتل چې له سندرغاړو داسې سندرې ونه غواړي، چې د ټولنې اخلاقو او ارزښتونو سره په ټکر کې وي.

د سیدالله ګربز په نوم یو بل سیمه ییز سندرغاړی مني، چې بازاري هنر پر سیمه ییزې موسیقۍ بدې اغېزې کړي دي.

د ده په وینا چې زموږ سیمه ییزه موسیقي او د موسیقۍ وسایل پوره خوند لري.

یو بل تن سیمه ییز سندرغاړی ګل روف شوقي د د ریکاډ لپاره د مجهزو سټوډیوګانو، د هنرمندانو لپاره د منظم دفتر، د هنرمندانو د رزونې د پروګرامونو نشتون د دوی له مهمو ستونزو څخه ګڼي.

ګل روف شوقي زیاتوي، چې په نورو هېوادونو کې هنرمندان ښه اقتصاد لري، خو برعکس دلته تر ټولو محتاج قشر دوی دی.

دی وايي، چې یو شمېر سندرغاړي د خپلې بیماری د درملنې وس نلري.

نوموړی له سیمه ییزو رسنیو هم غواړي، چې ځايي هنرمندانو په مطرح کولو، تشویق او هڅونې ته پام وکړي.

بلخوا د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمدامین شاه الفت په خپلو خبرو کې د هنرمندانو دا خبره پر ځای نه بولي، چې ګواکې یاده اداره له هنرمندانو سره منظمې اړیکې نه لري.

ده غوښتنه وکړه، چې هنرمندان دې خپلې غوښتنې د دوی د اتحادیې له لارې ورسره شریکې کړي، چې د حل لپاره يې منظم کار وشي.

ښاغلي الفت د هنرمندانو ثبت او راجسټر هم اړین وباله او ويې ویل، چې پدې سره به حقیقي هنرمندان مالوم شي او د هغوی حقوق به خوندي وي.

یاده وي، خوست له پخوا راهیسې اصیله سیمه ییزه موسیقي لري، چې ډول، سورڼۍ، شپیلۍ، سرینده او رباب يې له پخوا نه دود وو او له تیرې یوې پيړۍ راهیسې هارمونیه، تبله او د موسیقۍ نور الات هم ورګډ شوي دي.

کتونکي وايي، د افغان حکومت دنده ده، چې د دې سیمې د اصیلې موسیقۍ او هنر د ساتنې، ودې او پیاوړتیا لپاره لازمه پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG