د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال رازق: له طالب مشرانو سره مو د سولې په اړه خبرې پیل کړي دي


جنرال عبدا لرازق

د افغانستان د کندهار ولایت امنيې قومندان جنرال عبدا لرازق وايي تر هیواد دباندې يې له طالب مشرانو سره د سولې په اړه خبرې پیل کړي.

د جنرال عبدا لرازق په خبره، په دې ناستو کې د افغان حکومت د مهمو کسانو تر څنګ د سعودي عربستان او امریکا استازیو هم ګډون درلود.

نوموړی زیاتوي چې په دغو ناستو کې پر دې هم بحث شوی دی چې وسله والوطالبانو ته په کابینه، ملي شورا او نورو برخو کې هم ونډه ورکړل شي.

جنرال عبدا لرازق ویلي چې په تېرو دوو میاشتو کې يې له طالب مشرانو سره د سولې د مذاکراتو په اړه څلور ځلي ليدلي دي او په وروستي ځل لیدنه کې دې پایلې ته رسېدلي چې د کوټې شورا نیمايي غړيو یې د سولې خبرو ته زړه ښه کړی دی.

هغه وايي، دغه ليدنې یې له هېواده بهر، چې د سعودي عربستان، امريکا او ځينو اروپايي هېوادونو استازي هم پکښې شامل وو، تر سره کړي دي.

جنرال لرازق ویلي ، “ د طالبانو د کوټي شورا د غړو سره موږ لیدلي یا دلته یا د ملک دباندي د حکومت د لوړي سطحي خلک په کښي دي د امریکا د متحده ایالاتو د ځنیو اروپايي هیوادو خلک هم سته عرب هیوادونه هم په دې کي شامل دي او کومک به کوي انشاالله د کوټي نیمه شورا خبرو ته اماده ده که چیري موږ موافقې ته ورسره ورسېدو.”

جنرال عبدا لرازق نیوکه کړې چې په تېر کې له هغو طالب مشرانو سره د حکومت له لورې ژمنې نه دي عملي شوي، چې له وسله وال مخالفته یې لاس اخیستی دی.

قومندانوايي، دا ځل يې له نړيوالو سره پر یوه داسي میکانیزم کار کړی دی چې پر اساسبه یې لوړ پوړو طالب مشرانو ته په کابینه، ملي شورا او نورو مهمو پوسټونو کې ونډه ورکړي.

دا په داسي حال کې ده چې په دې وروستیو کې په اذربایجان کې د افغان حکومت او طالبانو د لوړپوړو مشرانو تر منځ د مذاکراتو د پیل راپورونه خپاره شوي و خو طالب ویاندویانو بیا په دغه ناسته کې د خپلو مشرانو د ګډون خبرونه رد کړي دي.

صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG