د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د ژورنالېستانو د خوندیتوب ښوونیز ورکشاپ پیل شو


په خوست کې د ژورنالیسانو لپاره ورکشاپ.
په خوست کې د ژورنالیسانو لپاره ورکشاپ.

د سېشنبې په ورځ په خوست کې د ملي، نړیوالو او سیمه ییزو رسنیو دېرشو خبریالانو او کارکوونکو لپاره د ژورنالیستانو د ملي اتحاديې لخوا د انټرنیوز ادارې په ملاتړ د خوندیتوب ښوونیز ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ تابیا کوونکي وايي، چې پدې دوه ورځني ورکشاپ کې به خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته د سفر پر مهال او همدارنګه د ناامنو او جنګي سیمو څخه د رپوټونو د چمتو کولو پر وخت د ځان د خوندیتوب لارې چارې وروښودل شي او خبریالان به دا هم زده کړي، چې د جګړې په اوله کرښه کې باید د مسایلو سره څنګه برخورد وکړي.

په خوست کې د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې مشر زاهدشاه انګار د ورکشاپ د موخو په باب مشال راډیو ته وویل:

((دغه دوه ورځنۍ ورکشاپ چې د خوست د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو لپاره د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې لخوا جوړ شوی دی، دا د ژونالیستانو د خوندیتوب لپاره دی، ځکه پدې وروستیو کې په ټول افغانستان کې په ځانګړي توګه په خوست کې هم داسې پېښې رامنځته شوې چې له امله يې ژورنالیستان د یو ډول رواني ستونزو سره مخامخ شول او یو ډول ویرې سره مخامخ شول.))

د ورکشاپ یو تن ترینر قدیم ویاړ وویل، چې دوی به پدې ورکشاپ کې خبریالانو ته د دوی د خوندیتوب د لارو چارو په باب مالومات ورکړل شي.

د ده په خبره چې خبریالانو ته به هم موارد وروښودل شي، چې د ناامنو سیمو د پيښو د رسنیز پوښښ لپاره اړین بلل کیږي.

د یوې سیمه ییزې رسنۍ کارکوونکې نجیبه ځلاند وايي، د کلتوري محدودیتونو په ګډون یو ځینو حقایقو راسپړل هغه څه دي، چې د رسنیو د ښځینه کارکوونکو د ګواښونو کچه لوړوي.

نجیبه ځلاند زیاته کړه:

((اول ښځې چې په رسنیو کې دندې ترسره کوي، ډیری يې ګواښونو سره مخامخیږي، اول په خپله کلتوري ستونزې دي، چې دوی فکر کوي دا د ټولنې له نظره یو ښه کار نه دی، دوی د تګ او راتګ لپاره د ترانسپورټ ستونزې لري، کچیرې دوی سره موټر یا داسې څوک چې ورسره لاړ شي، نه وي نو په لاره کې ورته د هلکانو لخوا بدرد ویل کیږي، که موږ د ازادو ژورنالیستانو په توګه مالومات وړاندې کوو، حقایق وایو، ممکن دا حقایق زموږ د ژوند په بیه تمام شي.))

په خوست کې د اریانا تلویزیون خبریال فریدالله ظاهر او د کابل نیوز تلویزیون خبریال سردار شفق وايي، چې پدې ډول ورکشاپونو کې خبریالان زده کوي، چې په څه ډول د رسنیزو فعالیتونو پر مهال ځانونه له جدي تهدیدونو وساتي او د امنو سیمو په شان نا امنۍ سیمې هم تر خبري پوښښ لاندې ولري.

دا پداسې حال کې ده، چې د دوشنبې په ورځ خوستیو ژورنالیستانو په یوه ناسته کې د ځايي ژورنالیستانو د خوندیتوب او ستونزو په باب خپلې انديښنې شریکې کړې.

افغانستان د خبریالانو لپاره یو له ناخوندي هیوادونو څخه دی. د بې پولې خبریالانو د سږني لیسټ له مخې افغانستان د بیان د ازادۍ په لړ کې د ۱۸۰ هیوادونو له جملې څخه په ۱۱۸ نمبر دی.

XS
SM
MD
LG