د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرکار د پشکال لپاره بېړنۍ پلان جوړ کړی


د خېبر پښتونخوا د طبعي ناورینونو سمبالولو ادارې وايي، راتلونکي پشکال په بارانونو کې ممکنه نقصاناتو کمولو لپاره هنګامي پلان جوړ کړي او ټولو ضلعو ته یې ضروري مشینري هم لېږلې.

تېر کال غونډ ملک کې د زیات پشکال بارانونو او سېلابونو له وجې له ۱۰۰زیات کسان وژل شوي وو.

مشال راډیو د پشکال په بارانونو او سېلابونو کې د ممکنه نقصاناتو مخنیوي په اړه د خېبر پښتونخوا د طبعي ناورینونو سمبالولو اسسټنټ ډایرېکټر تاجدار وویل چې چارسدې، پېښور او نوښار کې دې ځل دسېلاونو خطر کم دی خو چترال او ګلګت بلتستان په خوړونو کې د سېلاب امکان شته.

د نوموړي وايي، که چیرې په کومو سیمو کې د سېلابونو ویره وي نو هلته به د سېلاب مخینوي لپاره بندونه او د اوبو رخ اړولو سره سره طبي ډلې او نورې اړونده ادارې هر قسمه هنګامي حالاتو لپاره تیارې کړل شوي دي.

د نوموړي وايي، د خلکو لخوا د سیندونو په سیمو کې کومې ودانې جوړې کړل شوی وو نو هغه د عملیاتو له لارې کافي حده پورې لرې کړل شوي دي.

دی وویل،د اوبو د ویستلو پمپونه ضلعې انتظامیو ته ورکړل شوي دي او د سړکونو بندیدو چې چیرته مسلې راځي نو هغې لپاره مو د لوی سړکونو ادارې او ټېکداران هم د مشینرې په اړه تیار کړې دي.

مشال راډیو ته د پېښور پوهنتون د قدرتي افتونو د مخنیوي په اړه د تیارۍ او انتظام مرکز یوې کار پوه او استازې شاندانه وویل چې د قدرتي افتونو د کم نقصاناتو لپاره له ادارو سره د فنډونو کموالې وي.

نوموړې وايي،که ادارو ته فنډونه ملاوېږي نو خپل کار به په ښه توګه کوي، بل دا چې د قدرتي افتونو په اړه د ولس اګاهي هم ضروري ده.

تېره اونۍ د خېبر پښتونخوا لنډ مهاله وزیر اعلا دوست محمد خان لور بوري چارواکو ته د سېلابونو مخنیوي لپاره په ساینسي بنیادونو د پلان د جوړولو امر کړی و او ویلي و چې لنډ مهاله حکومت موده کمه ده خو دې لړ کې راتلونکي منتخب شوي حکومت له کړن لاره ورکولې شي.

XS
SM
MD
LG