د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستي خبریالان د خپل کار په برخه کې ستونزې لري


د خوستي خبریالانو ګروپ فوټو
د خوستي خبریالانو ګروپ فوټو

په خوست ولایت کې میشت خبریالان وایي مالوماتو ته پر وخت نه لاسرسۍ، ولسوالیو څخه د مالوماتو په راټولولو ، د امنیتي پيښو په مهال د خبریالانو سره د ځان ساتنې د وسایلو نشتون او د چارواکو لخوا د مالوماتو پټول هغه ستونزې دي، چې دوي ورسره لاس او ګریوان دي.

د غرغښت د سیمه ییز تلویزون خبریال احسان ارین د دوشنبې پر ورځ مشال ریډیو ته وویل، د خوست خبریالان د خوندیتوب له وسایلو بې برخې دي.

''ژورنالیستان د دوو ستونزو سره ډېر مخامخ وي، یو داچې کله پېښه کیږي، دوی د ځان د خوندیتوب لپاره هغه امکانات نلري، دوی د پيښو په حالت کې د تدابیرو په اړه هم تجربې نلري، چې د هغې په واسطه ځان خوندي وساتي.''

ازاد خبریال ساجد بهار بیا وایي چارواکي له خبریالانو سره لازمه همکاري نه کوي.

''ما یو راپور جوړاوه، د هغې لپاره د مالوماتو راټولولو دپاره ګمرک ته ورغلم، پوهنتون ته ورغلم مالوماته نه راکول کېدل، خو بالاخره د خبریالۍ له ځینو مهارتونو مو کار واخیست، په یو ډول هغه موضوع موږ ته روښانه شوه، دا ستونزې په خوست کې شته او موږ غوښتنه کوو، چې دا ستونزې هوارې شي.''

په خوست کې د ژورنالیستانو د خپلواکې اتحادیې مشر سخي سرور میاخېل وایي د خبریالانو د ستونزې به له اړونده چارواکو سره شریکوي.

''په دولتي ادارو کې ژورنالیستانو ته لازم مالومات نه ورکول او نورې ستونزې به ولایت مقام او اړوندو ادارو سره شریکې شي، تر څو مناسبې حل لارې ورته پیدا شي.''

خو د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمیټې رييس او مرستیال والي عبدالواحد پټان وايي، مالوماتو ته د لاسرسي د اصولو سره سم ژورنالیستان کولی شي، له هرې ادارې مالومات واخلي.

Group of Journalists in Khost Afghanistan
Group of Journalists in Khost Afghanistan

هغه وویل ځینې مالومات ښایي د ملي ګټو په رڼا کې محرمیت ولري، چې بیا په مناسب فرصت کې خپریږي، خو د عامو مالوماتو په باب که ستونزې وي، له حکومتي ادارو به وغواړي چې خبریالانو سره يې پر وخت شریک کړي.

په خوست کې دا مهال څلور سیمه ییز تلویزیونونه،لس راډیوګانې او یو شمېر چاپي رسنۍ فعالیت لري.

افغانستان د خبریالانو لپاره یو له ناخوندي هیوادونو څخه دی. د بې پولې خبریالانو د سږني لیسټ له مخې افغانستان د بیان د ازادۍ په لړ کې د ۱۸۰ هیوادونو له جملې څخه په ۱۱۸ نمبر دی.

XS
SM
MD
LG