د لاسرسي ځای

تازه خبر

"وفاداري بدلونکي سیاست وال جمهوریت ته زیان رسوي"


د انتخاباتو پخوانی عکس
د انتخاباتو پخوانی عکس

په پاکستان کې د تېر په څېر دا ځل هم تر انتخاباتو وړاندې له یو شمېر سیاسي ګوندونو څخه مهم غړي وتلي او په نورو ګوندونو کې شامل شوي دي.

په دې کې د ملک له ټولو لویو ګوندونو او په ځانګړې توګه پاکستان مسلم لیګ نواز څخه په دې وروستیو کې ګڼ شمېر مهم کسان وتلي او په نورو ګوندونو ګډ شوي دي.

دا سیاسي مخکښان د خپلو وفاداریو بدلو لپاره دلایل وړاندې کوي خو د سیاسي چارو کارپوهان وايي ، داسې عناصر په ملک کې جمهوريت ته د ګټې پر ځای تاوان رسوي.

د پاکستان پر سیاست نظر لرونکی طلعت مسعود وايي ، هغه خلک تل د جمهوریت په تاوان وي چې د نظریې پر ځای خپلې ګټې لټوي.

طلعت مسعود وویل، “د دوي فکر نظریاتي نه وي او دوي یوازې دې ته ګوري چې په کوم ځای کې به مادي ګټې ډېرې ترلاسه کړای شي.”

ده ده په وینا ، په دوي کې ډېری داسې وي چې په یو ګوند کې یې د ټکټ ترلاسه کولو امکان کم وي او یا داسې ورته ښکاري چې د بل ګوند له لارې ګټې ته رسېدای شي نو بیا وفاداري بدلوي.

طلعت مسعود وویل، که ګوندونه رښتیا هم په ملک کې جمهوریت ته وده ورکول غواړي نو بیا باید داسې کسانو ته ځای ورنکړي چې هغوی جمهوریت تر خپلو ګټو قربانوي.

د سیاسي چارو بل کارپوه ډاکټر خادم حسېن وايي ، په دې کې شک نشته چې داسې سیاستوال جمهوري نظام کمزوری کوي.

خو د ده په وینا ، کوم ګوندونه چې داسې کسانو ته ځای ورکوي هغوي هم یوازې واک ته رسېده غواړي.

ډاکټر خادم حسېن وویل، سیاسي فکر بدلول د هر چا حق دی خو داسې کسان هغه دي چې د اصولي سیاست کولو پر ځاي د غیرجمهوري یا غیرمنتخبو ادارو نفوذ پرې زیات وي.

د سیاست پوهانو په وینا ، په یو ملک کې کمزوري ګوندونه د دې سبب ګرځي چې هلته جمهوري نظام وده نه کوي او هغو قوتونو ته ګټه رسوي چې په ملک کې جمهوریت نه غواړي.

په پاکستان کې راتلونکي عام انتخابات د جولايي میاشتې پر ۲۵مه تر سره کېږي د کوم لپاره چې سیاسي ګوندونو خپلې هلې ځلې پیل کړې دي.

XS
SM
MD
LG