د لاسرسي ځای

تازه خبر

'مدني فعاله اسیا اکبر خپلو خپلوانو وژلې ده'


د پنجاب صوبې په ډېره غازي خان کې یوه مدني فعاله اسیا اکبر هغه وخت ووژل شوه کله چې هغه د سورلو په یو ګاډي کې له ډېره غازي خانه و خان پور ته په سفر وه.

د خان پور تاڼې مشر پولیس چارواکي سجاد حسین شاه د جمعې په شپهمشال راډیو ته وویل دا پېښه د نهې په ورځ رامنځ ته شوې ده. او پولیسو د اسیا اکبر د ورور په غوښتنه دوی د یوه رشته دار صابر پرضد مقدمه درج کړې ده. نوموړي زیاته کړه چې د اسیا اکبر خور اقصا اکبر د صابر په نوم د یو سړي زوی ته واده وه او اسیا اکبر پرې خوشاله نه وه.

صابر دا فکر کاوه چې اسیا خپله خور سخرګنۍ ته پاروي نو د هغې د مور پلار پروین او غلام اکبر په سلا يې هغه له ګاډي راکوزه کړه او و يي ویشته.

پولیس چارواکي نور وویل، لومړی د دوی روغه وشوه، تر هغه وروستو دوی په یو ویګن کې سپاره شولدا ویګن د دې د پلار غلام اکبر وو،هغه چلاوو. اسیا، مور پلار او ورور يې په ویګن کې ولاړل،وروستو پسې صابر او اصف په موټرسایکل راروان ول. پهلار کې يې پلار ویل چې ګاډی خراب شو ـ او ګاډي يې ودرېد.لس منټه وروستو پسې صابر راورسېد ، په دې يې ډزې وکړېبل څوک نه دی لګېدلې،پر کور د کور له څراغه اور پورې شو.

پولیس وايي په جرم کې د ککړو کسانو د نیولو لپاره چاپې وهي بل خوا د پنجاب صوبې نګران وزیراعلا پروفیسر حسن عسکري د پېښې په اړه د پلټنو امر جاری کړی دی.

په پاکستان کې د ښځو حقونو دفاع کوونکي وایي، چې په دغه هېواد کې د ښځو پرضد د تشدد پېښې ډېرې شوې دي او په ځانګړی توګه هغه ښځې ډېرې د بریدونو ښکارېږي چې د خپلو حقونو لپاره اواز اوچتوي.

په دغه اړه په اسلام اباد کې د ښځو حقونو یوه فعاله ګلالۍ اسماعیل وايي، د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ د دوه زره اتلسم کال لپاره په خپل راپور کې ویليچې په پاکستان کې هر کال نېږدې یو زر ښځې د ناموس په نوم وژل کیږي. په راپور کې راغلي چې پروسږ کال په خیبر پښتونخوا کې لږ تر لږه ۱۸۰ ښځې په کور دننه د تشدد ښکار شوې چې ۹۴ پکې خپلو خپلوانو وژلي دي.

XS
SM
MD
LG