د لاسرسي ځای

تازه خبر

نومیالی طنز لیکونکی مشتاق احمد یوسفي ومړ


یوسفي پینځه کتابونه لیکلي ول

مشتاق احمد یوسفي چې د ۱۹۲۳ز کال د سېپټمبر پر څلورمه نېټه د راجستان په جیپور کې زوکړی وو، د ۲۰۱۸ کال د جون پر ۲۰ مه په کراچۍ کې د ۹۵ کلونو په عمر ومړ.

د نوموړي شمار د اردو ژبې په مشهورو طنز لیکونکو کې کېده، خو دی له اره پښتون وو. کورنۍ یې ډېره پخوا هند ته کډه شوې وه. پلار یې عبدالکریم نومېده چې تر یو مهاله یې یوسفزی تخلص کاوه، خو بیا یې په یوسفي بدل کړ. خو مشتاق احمد یوسفي په پښتو ژبه لیکل نه دي کړي.

کله چې په ۱۹۴۷ کال کې هند ووېشل شو او پاکستان جوړ شو نو د مشتاق احمد یوسفي کورنۍ هم کراچۍ ته لاړه او تر اوسه هملته پاتې ده.

د نوموړي طنزونه په اردو ژبه کې ول خو په هندوستان کې هم ده خپل لوستونکي او مینه وال لرل. د اردو ژبې دغه لیکوال د طنز لیکلو ترڅنګ د طنز د اورولو لپاره هم ځانګړی سټایل (یا سبک) درلودلو چې خلکو زیات خوښولو.

په اسلام اباد کې مېشت د اردو ژبې یو لیکوال حارث خلیق وايي، مشتاق احمد یوسفي په خټه پښتون و، خو مورنۍ ژبه یې پښتو نه وه، اردو او هندي هم نه وه بلکې د هندوستان د راجستان سیمې مارواړي ژبه یې مورنۍ ژبه وه. نوموړی وايي د یوسفي مړینه د اردو ادب لپاره یوه ستره ضایع ده چې جبران یې ناشونی دی.

حارث خلیق وايي، پښتنو لیکوالو وخت په وخت اردو ژبې ته زیات خدمت کړی دی چې مشتاق احمد یوسفي یې ښه مثال دی.

د مشتاق احمد یوسفي پنځه کتابونه چاپ شوي دي:

  • چراغ تلې
  • خاکم بدهن
  • زرګزشت
  • اب ګم
  • شام شعر یاران

د یوسفي د ژوند او کار په اړه د اردو ژبې یو بل لیکوال ارشد وحید وايي، یوسفي د خلکو د خندولو ترڅنګ د هغوی د اصلاح لپاره لیکل کول. نوموړی وايي فکر نه کوي چې اردو ادب به کله بل مشتاق احمد یوسفي پیدا کړل شي.

مشتاق احمد یوسفي د فلسفې په څانګه کې لوړې زده کړې کړې وې خو د پاکستان په ګڼو شخصي او حکومتي بانکونو کې یې وظیفې اجرا کړې وې. نوموړي ته ستاره امتیاز، هلال امتیاز، قایداعظم اېوارډ، د پاکستان ادبیاتو اکادمۍ او یو شمېر نورې جایزې ورکړل شوې وې.

XS
SM
MD
LG