د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ځینو مشهورو سیاستوالو د نوماندۍ کاغذونه رد شوي دي


فایل فوټو
فایل فوټو

پراګ - د پاکستان یوشمېر مشهورو څېرو د راتلونکیو ټاکنو لپاره جمع کړي کاغذونه رد شوي دي. په دوی کې د پخواني لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي، عمران خان، د پخواني پوځي ولسمشر پرویز مشرف،د ایم کیو ایم پاکستان رهنما فاروق ستار او سردار مهتاب عباسي نومونه شامل دي.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د یوې څخه د زیاتو حلقو لپاره د امیدوارۍ کاغذونه جمع کړي دي او د یوې حلقې نه علاوه په نورو حلقو کې د هغه د امیدوارۍ منظور شوي دي.

د قانوني چارو کارپوهه قاضي انور وایي دا ممکنه ده چې د یو امیدوار کاغذونه په یوه حلقه کې ومنل شي او په بله کې رد شي او هغه امیدواران چې کاغذونه یې رد شوي دي د دې فیصلې په خلاف الیکشن ټریبونل ته تللی شي.

د قانوني چارو یو بل کارپوه قادرخان ایډوکیټ وایي که داسې امیدوران پاتې شي چې د هغوي کاغذونه له یوې حلقې قبول او له بلې مسترد شي او بیا الیکشن ټریبونل هم د هغه کاغذونه هم داسې پاتې شي نو دا بیا د هغې امیدوار لپاره ستونزې جوړوي ځکه چې دا پوښتنه راولاړیږی چې څنګه یو امیدوار په یوه حلقه کې صادق او امین دی او په بله حلقه کې نه دی.

د قادر خان ایډوکیټ په خبره هغه امیدواران چې کاغذونه یې په وړه نیمګړتیا رد شوي وي ، نو د انتخاباتو په ټریبونل کې د هغې د بیا قبولي چانسونه زیات وي خو هغه امیدواران چې د الیکشن ټریبونل کې یې د اپیل روسته هم کاغذونه منظور نه شول نو هغه امیدوار بیا له هغې حلقې په ټاکنو کې د برخې اخیستو جوګه نه پاتي کیږي او د انتخاباتو څخه بهر کیږي.

د الیکشن کمیشن ترمخه امیدواران د جون تر ۲۲ مې د رد شویو کاعذونو په اړه اپيل کولی شي، همدا راز د جون پر ۲۷ د الیکشن ټریبونل د فیصلو اخري ورځ ده ،د جون پر ۲۹ نیټه د کاندیدانو یا امیدوارانو اخري لیسټ خپریږي او د جولایي په ۲۵ به په ټول پاکستان کې عام انتخابات کیږي.

XS
SM
MD
LG