د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ډان ورځپاڼې وېشونکي ګواښل کېږي'


فایل فوټو
فایل فوټو

د پاکستان تر ټولو پخوانۍ د انګریزي ژبې ورځپاڼې ډان چلونکي وایي دوی ته ددغې ورځپاڼې د ویش په برخه کې خنډونه او ستونزې لاهم موجودې دي، چې له کبله یې یاده ورځپاڼه خپلو لوستونکیو ته نه رسیږي.

د چارشنبې پر ورځ د ډان ورځپاڼې د چلونکو لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې که یاده ورځپاڼه څوک وړي او یا یې خرڅوي نو هغوي ګواښل کېږي او ځورول کېږي.

د پاکستان خبریالانو مرکزي اتحادیې 'پي ایف یو جي' مرستیال مشر بخت زاده یوسفزي د چارشنبې پر ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل ډان ورځپاڼه له تېرې میاشتې راهسې د سیند، پنجاب او بلوچستان په یوشمېر ښارونو خپلو لوستونکو ته نه رسېږي. نوموړي د یادې ورځپاڼې رسونکیو ته د ګواښونو او د دوی د ځورونې د پیښو غندنه وکړه او و یې ویل چې په نزدې راتلونکې د خبریالانو اتحادیې 'پي ایف یو جي' غونډه کېږي چې پر ډان ورځپاڼه د بندېزونو موضوع یې د ایجنډې په سر کې ده.

''په ډان دا بندېزونه د دې اشاره ده چې که تاسو (خبریالان) خپل کار کوئ نو دا بندېزونه به درباندې لګېږي، دا روکاټونه او پریشانۍ به درته وي. موږ به د ډان د حمایت لپاره تر اخیره حده ځو، خپل مذاحمت او هلې ځلې به کوو.''

تراوسه دا نه ده مالومه چې د ډان ورځپاڼې ته د وېش په برخه کې دا خنډونه څوک جوړوي، او نه هم ډان ورځپاڼې په خپله خپره شوې اعلامیه کې د چا نوم اخیستی دی. خو یادې ورځپاڼې لخوا نګران وزیراعظم او چیف اف ارمي سټاف او چیف جسټس څخه خواست شوی دی چې په دې برخه کې دې ورسره مرسته وکړي.

د پاکستان لپاره د بشري حقونو سازمان یا ایچ ار سي پي وایی دوي ته هم داسې شکایتونه ترلاسه شوي چې په یو شمیر سیمو ځینې خلک د ډان ورځپاڼې بنډولونه له ګاړو ښکته کوي او هغه رسیدګۍ ته نه پریږدي. د یاد کمیشن د سیند څانګې وایس چیرمین اسد اقبال بټ د چارشنبې په ورځ مشال ریډیو ته وویل په پاکستان کې رسنیو ته په ورپېښ دې صورتحال دوي ته تشویش دی.

''دا یوازې د ډان اخبار سره نه کیږي، که وګور د جیو ټي وي سره هم داسې شوي دي او دا ډول پیښې ورو ورو زیاتېږي، په جنګ ګروپ هم داسې فشارونه واچول شو او هغوی مجبور شو. اوس په ډان اخبار هم هغسې فشارونه راوړل کېږي، ډان ازاده ورځپاڼه ده او په دې فشار راوړل دا مانا لري چې خلکو ته په ملک کې د روان اصل حالت پته و نه لګي.''

اسد اقبال بټ وویل په پاکستان کې رسنیو ته د ګواښونو له وجې یو شمیر خبریالان د ملک پریښودو ته اړ شوي دي.

په ډان ورځپاڼې دا بندېزونه له تېرې یوې میاشت راهیسې روان دي، پر دې موضوع د خبریالانو او بشري حقونو نړیوالو تنظیمونو هم وخت په وخت اندېښنه ښودلې خو د پاکستان حکومت بیا دریځ لري چې دوی په رسنیو نه یوازې بندېزونه نه دي لګولي، بلکې د بیان ازادۍ لپاره دوی هر کال پیسې هم مصرفوي.

XS
SM
MD
LG