د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستي ځوانان وايي، د اختر د لمانځلو لپاره تر لیرې-لیرې سیمو ولاړل


په خوست کې ځوانانو اختر لمانځي.
په خوست کې ځوانانو اختر لمانځي.

د خوست ځوانان او اوسیدونکي وايي، چې دا اختر يې د سولې اختر وو او دوی وکولی شول د اوربند څخه په استفادې دا ځل د اختر د لمانځلو لپاره هغو سیمو ته ولاړ شي، چې تېر اتلس کاله يې د امنیتي ګواښونو له کبله نه وې لیدلې.

دوی د جګړې د ښکیلو طرفونو له لوري اوربند وستایه، خو غوښتنه يې لره چې دواړه خواوې دې، په خپلو کې دایمي سوله وکړي او د څلورو لسیزو روانې جګړو ته دې، د پای ټکی کېږدي.

د امان الله منګل په نوم یو ځوان مشال راډیو ته وویل، چې پدې کوچني اختر کې د خوست هغو سیمو ته ولاړل، چې دا تېر ۱۸ کاله نه و، ورغلي.

ده وویل، ده لپاره پدې اختر کې جالبه داوه چې د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ په هغو سیمو کې چې وسلوال طالبان فعال دي، خپلو پخوانیو خپلوانو ته د اختر مبارکۍ لپاره ورغلی وو.

ده د اختر په ورځو کې د طالبانو له لوري د اوربند مننه وکړه، خو له هغوی يې وغوښتل، چې اوربند اوږد او دایمي سوله وکړي.

امان الله منګل زیاته کړه:

((دا اتلسو کلونو کې دا ډېر ښه اختر وو، داسو ساحو ته لاړو چې پخوا موږ نشو ورتللی، موږ ته د صبریو منطقه ډېره جالبه وه، ځکه د نوي نظام پدې کلونو کې نه وم ورغلی، سږ اختر کې ورغلم، ډېر پخواني دوستان مو ول، هغوی سره مو لیدنه وکړه، هغوی زموږ په ورتګ بیخي ډېر خوشاله شول، د طالبانو ډېره مننه کوو، خو د تلپاتې سولې هیله ورڅخه لرو.))

د خوست دوه تنه نور ځوانان چې د ښار تفریحي غونډۍ ته د اختریزو میلو لپاره تللي وویل، چې سږ کال د سولې اختر وو، نو ځکه ډیری ځوانان د خوست په هر لوري کې ډېرو لیرې سیمو ته ولاړل.

دوی په ځانګړي ډول د ګربزو غلام خان سره نږدې د غونډیو منظرې، د تڼیو ادممد ځنګلونه، د لکڼو صحراوې، د ځاځي میدان سمسوره سیمه او د باک څنارګی چې د اوبو ذخیروي بند او ګڼې ونې لري، نومونه واخیستل چې د میلو لپاره ورغلي ول.

هغوی وویل:

((نوم مې عبدالله همت د تریزیو او علي شیرو ولسوالۍ اوسیدونکی، سږ د نورو کلونو په نسبت ډېر ښه اختر وو، اوس موږ فعلاً د متون د غونډۍ سر ته راپورته شوي یو، ځوانان څوک ګرځي او څوک اتڼې کوي، سږ کال ځکه ښه اختر وو، چې د سولې اختر وو، موږ ادممد ته لاړو، تپې ته راپورته شو، خپلو دوستانو ته ورغلو، د باک چنارګي ته ولاړو، ښه وګرځیدو ځکه اوربند وو.

نوم مې موسی دی د متون د شکرې کلي اوسیدونکی یم، سږ کال موږ هر ځای ته لاړو، ادممد ته لاړو، لکڼو ته لاړو، د ګربزو مخي کنډو ته لاړو، خو د متون د تپې خوند بیخي زیات دی، خلک په کې ډېر وي، ښه ساعتیري کیږي، ځوانانو سره ډیګونه چالان وي، څوک اتڼونه کوي او څوک خوراکونه کوي، بس خلک راټول وي او خپل ساعت تیروي.))

د خوست دوه تنه نور ځوانان چې هغوی هم د خپلو ملګرو سره په اختریزو میلو بوخت دي وايي، چې د اوربند د اعلان له کبله د سږني اختر ګڼه ګوڼه ډېره او د خلکو هیلې بیخي لوړې وې.

دوی هیله څرګنده کړه، چې دا اوربند به د سولې یوه پیلامه او د افغان انو لپاره د جګړې له ناخوالو نجات وسیله شي.

دوی زیاتوي:

((نوم مې سیدهاشم دی، سږ کال د نورو په نسبت بیخي جوړ وو بیخي ښکلی اختر وو، اوربند اعلان شوی وو، پدې اختر کې د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه وه، هیله ده چې بیا هم داسې سوله ییزه فضاء رامنځه شي، اوربند اعلان شي او دایمي سوله راشي.

نوم مې کرامت خان دی د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی یم، الحمدالله سږ کال خو اختر بیخي ښکلی وو، بیخي سوله ییز وو، ډېر خوندور وو، ډېر ملګري راسره ول، ښه ویال روان دی او د نورو اخترونو په پرتله ډېر خوندور دی.))

بل لوري ته مدني فعال سپین روان نورزي وویل، سږ کال په اختر کې د اوربند له اعلان سره که له یوې خوا خلک ډېر خوشاله ول او د اختر د ورځو ډېره برخه يې د وسلوالو طالبانو او افغان سرتیرو د اوربند د لمانځلو غونډو او نورو پروګرامونو ته ورکړې وه، تر څنګ يې دا نیت هم لاره، چې د اوربند له غځولو سره به د اختریزو میلو لپاره د طالبانو د تاثیر سیموته هم ورځي، خو د اختر په درېیم ماښام د طالبانو لخوا د اوربند د پای اعلان، سولې ته تږي افغانان د اوس لپاره ارمانجن پرېښودل.

XS
SM
MD
LG