د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انتخاباتو کمېشن د امېدوارانو اسناد ارزوي


د پاکستان د انتخاباتو کمېشن چارواکي وايي له نادرا يا د معلوماتو ساتلو قامي ادارې څخه یې د هغو مطبوعاتي رپورټونو په اړه وضاحت غوښتی چې پکې د راتلونکو ټاکنو لپاره د امېدوارانو او رايه ورکوونکو شمېر مخې ته راغلی وو.

د دې کمېشن وياند، الطاف احمد د جون په اتلسمه مشال راډيو ته وويل د دغسي معلوماتو شريکولو يوازې د دوی کار دی او بايد مطبوعاتو ته خپاره نه شي.

نوموړي زياته کړه: ((په مې مياشت کې په ورځپاڼو کې د نرښځيانو، غير مسلمو، ښځو او ځينو نورو په اړه شمېرې خپرې شوې وي. دا شمېرې له وخته مخکې وتلي دې مطبوعاتو ته. په قانوني لحاظ د انتخاباتو کمېشن د ټاکنو اړونده ټولو معلوماتو ساتونکی دی نو ځکه موږ له نادرا څخه وضاحت غوښتی چې دا شمېرې ولې ميډيا ته رسېدلې دي.))

په پاکستان کې ټاکنې د جولايي په پنځه ويشتمه کېږي. الطاف احمد وايي دې ټاکنو کې د سيالۍ لپاره ورسره خواو او شا ۲۱۰۰۰ کانديدانو يا امېدورانو نومونه ليکلي چې دوی یې دا مهال اسناد ارزوي. په دې ارزونه کې د امېدوارانو مال، جايداد او د جرمونو تاريخچه کتل کېږي.

الطاف احمد مشال راډيو ته وويل چې د اروزنې بهير به د جون تر شلمې پورې روان وي. ((موږ د ټولو کاغذونه ګورو. داسې کسان به وي چې اسناد به يې رد شي. د کوم کسانو کاغذونه چې قبول او سم وبلل شي نو هغوی به ټاکنو کې سيالي کوي خو د چا اسناد چې رد شي هغوی کولی شي، اپېل وکړي. موږ ورته ټرایبيونلز جوړ کړي دي. هغوی به يې خبره او شواهد اوري.))

دا ځل د پاکستان په انتخاباتو کې د پخوا په نسبت ډېر نرښځيان هم برخه اخلي. د پارليمنټ د غړو شمېر ۳۴۲ دی. په دوی کې اويا سيټونه د ښځو لپاره ځانګړې دي خو دوی کولی شي ۲۷۲ عمومي چوکيوو لپاره هم سيالي وکړي.

XS
SM
MD
LG