د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار کې د اوربند وروستۍ ورځ په خوشالۍ ولمانځل شوه


د کندهار په پنجوايي او میوند ولسوالیو کې افغان امنیتي ځواکونو، وسله‎والو طالبانو او عامو خلکو د درې ورځني اوربند وروستۍ ورځ په خوشالۍ ولمانځله.

په پنجوايي ولسوالۍ کې د طالبانو هرکلی په ډولونو او اتڼونو وشو او د هغوی د راتګ لپاره د بازار په عمومي مېله ځای کې مراسم نیول شوي وو چې زرګونه مېله‌وال‌يې نندارې ته ورغلي ول.

وسله‎والو طالبانو نه غوښت چې له رسنيو سره خبرې وکړې او نه‌ يې هم وسلې له ځان سره اخیستې وې.

د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکي د اوربند په کولو خوښ وو، دوی له دواړو لوریو وغوښتل چې د تلپاتې سولې لپاره لاسونه سره ورکړي.

غلام محمد او محمد سرور د نورو په استازيتوب ازادي راډیو ته وویل چې د تېرو ۱۷ کلونو وروسته‌ يې په لومړي ځل د یوه سوله‎ییز اختر خوند ولید.

په عین وخت کې سلګونه سمه‎ییزو خلکو د طالبانو سمه‎ییزو مشرانو او امنیتي ځواکونو د کندهار د میوند ولسوالۍ په جوړو شویو مراسمو کې برخه اخیستې وه.

د ميوند ولسوالۍ د سیمه‎یيزو پوليسو قوماندان خلیل احمد د وسله‎والو طالبانو سره تر روغبړ کولو وروسته ازادي راډیو ته داسې وویل:

"دغه زموږ طالب ورور دی چې اوس له کمربنده راغلی او موږ ته‌ یې بلنه راکړه چې خدای مو راوله هر کله راشئ، زموږ له مشرانو څخه هیله دا ده چې دا اوربند نور هم وغځوئ، موږ په ‎دې خوشاله یو."

له طالبانو سره د خبرو لپاره د ميوند ولسوالۍ سلګونه راټولو شویو اوسېدونکو هڅه کوله چې د جګړې لومړۍ کرښې ته هم ولاړ شي، خو هلته ورته د ځمکنیو ماينونو د خطر له امله اجازه ور نه‌ کول شوه.

بلخوا د کندهار په خرقه شریف کې په یوه جوړه شوې غونډه کې د دغه ولایت لسګونه دیني عالمانو او قومي مشرانو له افغان دولت او وسله‎والو طالبانو څخه وغوښتل چې د اوربند موده وغځوي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ګل اغا شیرزي او د زابل پخواني والي بسم‌الله افغانمل د نورو په استازیتوب وویل چې حکومت دې وسله‎والو طالبانو ته د دایمي اوربند کولو او بېرته خپلو کورونو ته د راستنېدو بلنه ورکړي.

له دې سره په یوه وخت د کندهار له ارغنداب او دامان ولسوالیو څخه هم لسګونه طالبان کندهار ښار ته راغلي وو او د کندهار له اوسېدونکو سره‌يې د اختر او اوربند خوښۍ ولمانځلې.

ولسمشر غني چې د روژې له ۲۷مې نېټې څخه‌يې د افغان طالبانو سره د اوربند اعلان کړی وو، د تېرې شنبې په ورځ‌يې د اوربند موده وغځوله، وسله‎والو هم د اختر درې ورځې له افغان حکومت سره اوربند اعلان کړ، خو د ولسمشر د تازه اعلان په غبرګون کې دغې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د یکشنبې په ماښام درې ورځنی اوربند پای ته رسوي او په افغانستان کې پر مېشتو بهرنیو ځواکونو او افغان امنیتي سرتېرو خپلو حملو ته دوام ورکوي.

راپور: صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG