د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار والي له طالب مشرانو سره وکتل


د ننګرهار والي او طالب مشرانو ترمنځ مخامخ خبرې شوي.
د ننګرهار والي او طالب مشرانو ترمنځ مخامخ خبرې شوي.

جلال اباد ـ د ننګرهار د والي په بلنه د جلال اباد شاهي ماڼۍ ته په لسګونه تنه وسله وال طالبان د یکشنبې په ورځ ورغلي ول او له امنیتي ځواکونو سره په ګډه يې د اوربند جشن ولمانځه.

د شېرزادو، خوږیاڼو او پچيرواګام ولسواليو څخه په لسګونه تنه وسله وال طالبان د ننګرهار د والي حیات الله حیات په بلنه د جلال اباد ولایتي ماڼۍ ته ورغلي ول او د دولتي چارواکو سره يې د يوې غونډې په تر سره کولو سره په ګډه د اوربند جشن ولمانځه.

د طالبانو یو استازی د ننګرهار د والي په دفتر کې
د طالبانو یو استازی د ننګرهار د والي په دفتر کې

په ننګرهار کې د یادو ولسواليو لپاره د وسله والو طالبانو مسوول مولوي نسیم الله رحماني د اوربند په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل:

((په عام طور سره د امیر المومنین شیخ هیبت الله اخوند نه راواخله، تر کشر عسکره پورې، د دې ټولو دا غوښتنه ده چې موږ سوله غواړو. موږ امن غواړو.))

والي حیات الله حیات طالبانو نه وغوښتل چې د اوربند موده دې وغځوي.
والي حیات الله حیات طالبانو نه وغوښتل چې د اوربند موده دې وغځوي.

د ننګرهار والي حیات الله حيات په خپلو خبرو کې د وسله والو طالبانو له مشر څخه غوښتنه وکړه چې د اوربند موده وغځوي او دايمي سولې ته لاره هواره کړي:

((هیله مې دا ده، لکه د افغانستان ولسمشر چې بیګا د اوربند د تمدید اعلان وکړ، زه هم د طالبانو په مشرتابه غږ کوم، چې دوی هم دغه اوربند تمدید او د ولسونو دغه ارزو راسره پوره کړي.))

طالبانو وویل چې دوی هم د سولې ارمانجن دي.
طالبانو وویل چې دوی هم د سولې ارمانجن دي.

د وسله والو طالبانو یو تن سرګروپ خوښي څرګنده کړه چې کلونه پس جلال اباد ښار ته ورغلی او د سولې لپاره د خلکو خوښي له نږدې څخه ویني:

((حضرت الله مې نوم دی او په سیف الاسلام مشهور یم. د شېرزادو ولسوالۍ د کودي خيلو کلي اوسېدونکي یم. موږ هم د خوشالۍ احساس کوو، ښار ته راغلي یوو او دلته خلک هم ډېر احساسمند دي، خوشاله دي، ماشومان، سپين ږيري او حتي زنانه هم سولې ته ليواله دي. موږ ته يې هرکلي ویلی دی، موږ ترې خوشاله یوو.))

په دغه غونډه له دولتي چارواکو او وسله والو طالبانو نه علاوه په زیات شمېر کې ولسي وګړو هم برخه لرله او د سولې او امن لپاره يې شعارونه بدرګه کول.

XS
SM
MD
LG