د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوربند کې ځانمرګیو بریدګرو ۱۸۴ ننګرهاریان مړه او ژوبل کړل


د ننګرهار راډیو تلویزون سره نږدې تېر کال هم چاودنه شوې وه.
د ننګرهار راډیو تلویزون سره نږدې تېر کال هم چاودنه شوې وه.

جلال اباد ـ د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب الله کاموال د یکشنبې په ورځ ناوخته رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې ویلي چې په پښتونستان چوک کې د ځانمرګې حملې په پایله کې ۱۹ جسدونه او ۶۵ زخمیان د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون ته رسول شوي.

د کاموال د معلوماتو پر اساس په ژوبلو تنانو کې د څلورو تنو صحي وضع د اندېښنې وړ ده، یوولس تنه یې له درملنې وروسته رخصت کړل شوي او د پاتې نورو درملنه روانه ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي،په پښتونستان چوک کې ځانمرګې حمله هغه مهال وشوه چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د دولتي چارواکو، طالبانو او ولسي وګړو ترمنځ د سولې په تړاو غونډه پای ته رسېدلې وه او خلک د وتلو په حال کې وو. د خوګیاڼي په وینا په وژلو شویو او ژوبلو کې د ولسي خلکو ترڅنګ طالبان هم شامل دي.

د رحیم الله په نوم یو ژوبل ځوان رویټرز اژانس ته وویل:

((زه دغلته ولاړ ومه، راغلم په دغه ځای کې، طالبان راوتل، موږ سیل ته ورغلو، هغوی مو وکتل، موږ ډېر زیات خوشاله شو چې طالبان راغلي، مونږ سره سولې لپاره، مونږ ولاړ وو بس چې یو دم ډز شو.))

پښتونستان چوک د جلال اباد ښار مرکزي سیمه ده چې تل له ګڼې ګوڼې ډکه وي او مهمې سیمې یې په لږ واټن کې موقعیت لري چې پکې د والي ماڼۍ، د ننګرهار راډیو تلویزون دفتر او امیر شهید بڼ هم شاملې دي.

طالبانو د اختر په لومړیو درېوو ورځو کې د اوربند اعلان کړی و، خو په دغو درېوو ورځو کې په ننګرهار ولایت کې دوه ځانمرګي بریدونه ترسره شول چې پکې له پنځوسو زیات کسان ووژل شول او د ۱۳۰ و نه زیات بیا ژوبل شول. د شنبې په ورځ په روداتو کې د شوې ځانمرګې حملې مسولیت داعش قبول کړی و، خو په جلال اباد کې د شوې پرونۍ ځانمرګې حملې ذمه واري تر دې ګړۍ چا قبوله کړې نه ده.

په جلال اباد کې خلک اختر او اوربند لمانځي
په جلال اباد کې خلک اختر او اوربند لمانځي

ولسمشر محمد اشرف غني په يوه اعلاميه کې دغه حمله غندلې وه. خو د دې باوجود هم افغان حکومت له افغان طالبانو سره اوربند د لسو نورو ورځو لپاره وغځولو. دا خبره د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د یکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وکړه.

((افغان حکومت د ملي امنیت شورا د پرېکړې په اساس اوربند د لسو ورځو لپاره تمدید کړی دی. په عین حال کې زموږ امنیتي ځواکونه د هر ډول برید په وړاندې د دفاع چمتووالی هم لري.))

ارګ ماڼۍ هم په یوه بیان کې ویلي چې د یکشنبې پر ورځ، د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه وشوه او د روژې له ۲۷ د دغه پیل شوي اوربند موده لسو نورو ورځو ته هم وغځېده.

په بیان کې د ولسمشر په حواله راغلي چې په راتلونکو ورځو کې به د اوربند په اړونده مسایلو د افغانستان له بیلابیلو خلکو سره مشورتي غونډې وکړي.

اخوا طالبانو پرون اعلامیه خپره کړه او ويې ویل چې درې ورځنی اوربند یې ختم شو او بېرته عملیات پیلوي.

XS
SM
MD
LG