د لاسرسي ځای

تازه خبر

سولې عالي شورا: له طالبانو سره ویډیویي خبرې شوي


اکرام الله اکرام

کابل ـ د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې د وسله والو طالبانو له مشرانو سره د ویډيویي کنفرانسونو له لارې خبرې اترې ترسره شوي دي.

په داسې حال کې چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې افغانان د اوربند او په ښارونو کې د وسله والو طالبانو ګرم هرکلی کوي، افغان مقامات هم له دې ډلې سره د سولې له خبرو اترو پرده پورته کوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي د یکشنبې پر ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې په تېره یوه اوونۍ کې د وسله والو طالبانو له مشرانو سره د ویډیویي کنفرانس له لارې په یو شمېر مسایلو خبرې اترې شوې دي.

محمد کریم خلیلي
محمد کریم خلیلي

نوموړي زیاته کړه:

"مهم ګامونه اخیستل شوي او نور ګامونه هم اخیستل کېږي، دوهم په تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو له مشرانو سره شفاهي نه، بلکې ویډیويي خبرې اترې شوي او نظرونه تبادله شوي او پر یو شمېر مسایلو، اوسني وضعیت او د زندانیانو په خوشې کولو خبرې شوې دي."

خلیلي که څه هم دا ونه ویل چې د وسله والو طالبانو له کومو مشرانو سره خبرې اترې شوي، خو وايي چې په دې ډله کې د سولې یوه لویه څپه راپورته شوې ده.

خلیلي له طالبانو د اوربند د مودې د تمدېد غوښتنه وکړه او پر دې ډله يې غږ وکړ چې د سولې مخامخ خبرو ته حاضر شي.

د اختر په درو ورځو کې د وسله والو طالبانو د اوربند موده نن يکشنبه پاى ته رسېږي، خو افغان حکومت د خپل اوربند موده تر نامعلومې مودې غځولې.

د شنبې پر ورځ ناوخته افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ویډیویي پيغام کې تر نامعلومې مودې د د اوربند موده وغځوله او له وسله والو طالبانو يې هم وغوښتل چې خپل اوربند وغځوي.

په همدې حال کې د سولې د عالي شورا د دارلانشا رییس محمد اکرم خپلواک په خبرې ناسته کې وویل چې په تېرو دوو ورځو کې د سولې عالي شورا ولایتي مسؤلینو د طالبانو له نظامي مسؤلینو سره مخامخ خبرې اترې کړې دي.

محمد اکرم خپلواک
محمد اکرم خپلواک

دی وایي:

"زموږ د ولایتي کمېټو رئیسان، غړي او د مرکزي شورا یو شمېر غړي د طالبانو له نظامي رهبرۍ سره په ټولو ولایتونو کې ناستې کړي او هلته يې د نظامي مسؤلینو سره، د طالبانو له ولسوالانو سره، د دوی په اصطلاح، د دوی د ولایتي مسؤلینو او نورو سره يې تماسونه نیولي او دا اړیکې نورې هم قوي شوي او موږ اوس په یو پراخ حرکت کې یوو."

خپلواک وویل چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هم بحثونه شوي او اوس د سولې د مخامخ خبرو اترو لپاره هېڅ ډول مانع نشته.

یو شمېر کارپوهان باور لري چې اوسنیو حالاتو ته په کتو، له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پیل په اړه هیله مندي تر بل هر وخت زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG