د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اختر له لومړۍ ورځې راهېسې د لواړګي بجلي بنده ده


د خیبر تاریخي دروازه
د خیبر تاریخي دروازه

لواړګی ـ د خیبر انتظامي چارواکي او اوسېدونکي وايي، د اختر له لومړۍ ورځې (جون ۱۵) راهیسې په لواړګي کې بجلي بنده شوې ده.

د سیمې اوسېدونکو د جون پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، خلکو د لوډشېډنګ ضد احتجاجاً په جمرود کې د برېښنا پر تارونو زنځیرونه واچول چې له کبله یې لواړګي ته بجلي مکمله بنده شوې ده.

اوسېدونکي وايي، د برېښنا بندېدو له وجې خلک اوبه هم نه لري. د خیبر د ولي خېلو یو مشر ګوهر اپریدي وویل، په اختر کې له یو شمېر ستونزو سره مخامخ دي.

د سیمې یو بل اوسېدونکی اجمل اپریدی وايي، حکومت دې د لواړګي برېښنا د جمرود له هغې بېله کړي چې دوی دا ډول مشکلات و نه ویني.

د همدې سیمې یو بل اوسیدونکی خیال محمد اپریدی وايي، که په هېواد کې د برېښنا کمی وي نو حکومت دې د لمرینې بجلۍ متبادل نظام عملي کړي.

خو بل پلو، د خیبر انتظامي چارواکو مشال راډيو ته وویل، د پاکستان د برېښنا او اوبو رسولو ادارې (واپډا) له چارواکو سره د برېښنايي پارچاو یا لوډشېډنګ پر ختمولو غږېدلي دي او د جمرود له ولس سره د جرګې له لارې هغوی دې ته رضا کوي چې پر برېښنايي تارونو دې زنځیرونه نه اچوي چې ورسره به لواړګي ته بجلي بحاله شي.

پاکستان له شاوخوا یوې لسیزې راهیسې د برېښنا او انرژۍ له بحران سره مخامخ دی. د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ د تېر اېتلافي حکومت چارواکو د خپلې واکمنۍ په پای کې ویلي ول چې په هېواد کې یې د برېښنا کموالي د پوره کولو لپاره اقدامات کړي دي.

پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په خپله اخري خبري غونډه کې ویلي ول چې په پينځو کلونو کې حکومت څه د پاسه ۱۰ زره مېګاواټه اضافي برېښنا جوړه کړه.

خو د پاکستان د بجلۍ جوړولو، ترسیل او وېش د بېلا بېلو ادارو چارواکو د مې په پای کې د انرژۍ چارو په اړه د سېنېټ ځانګړې کمېټۍ ته ویلي ول چې په هېواد کې مسله د بجلۍ د پیداوار نه بلکې د وروست او پخواني نظام ده. هغوی ویلي ول چې ډېره بجلي په تارونو او ګرډ سټېشنونو کې ضایع کېږي، نو ځکه لوډشېډنګ کوي.

XS
SM
MD
LG