د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې درې لیویز عسکر وژل شوي دي


کوټه: د پولیسو پخوانی عکس
کوټه: د پولیسو پخوانی عکس

د بلوچستان په مرکز کوټه کي د ناڅرګند وسله والو په ډزو کې درې لویز عسکر وژل شوي دي.

دا پېښه د شنبې په سهار د اختر تر لمانځه وروسته د کوټې په سریاب سیمه کې بنګلزي کلی ته څیرمه رامنځ ته شوې ده .

چارواکي وايي چې وسله والو هغه مهال د لیویز پر موټر ډزې کړې دي چې دا درې عسکر په موټر کې سیوۍ څخه کوټې ته روان وو.

وژل شوي درې واړه کسان په ټپي حالت کې روغتون ته وړل شوي وو او هلته یې سا ورکړې ده.

د برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان قبوله کړېده. په کوټه کې وخت ناوخته داسې بریدونه رامنځ ته کېږي چې نه یوازې د امنیتي ادارو غړي بلکې عام خلک هم په نښه کېږي.

XS
SM
MD
LG