د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست قومي مشران وايي، اوربند دې تر لوی اختره وغځیږي


د خوست قومي مشرانو او اوسیدونکو د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو له مشرتابه غوښتنه وکړه، چې په خپلو کې د خبرو اترو، تفاهم او جوړ جاړې په خاطر دې، اعلان شوی اوربند تر لوی اختره وغځوي.

بل لوري ته د خوست چارواکو له وسلوالو طالبانو او د هغوی له مشرانو وغوښتل، چې د اوربند لدې فرصت څخه په استفادې دې خپلو کلیو او کورنو ته راشي او کوچنی اختر دې له خپلو دوستانو او خپلوانو سره یو ځای ولمانځي.

د خوست قومي مشران او اوسیدونکي د اختر په دریو ورځو کې د افغان دولت او وسلوالو طالبانو تر منځ اعلان شوي اوربند ته خوښ دي او غوښتنه کوي، چې د دواړو لوریو تر منځ د خبرو اترو د پیلیدو په خاطر دې روان اوربند تر لوی اختره وغځول شي.

مشرانو یادې څرګندونې نن د جمعې په ورځ د خوست د تڼیو په قومي عیدګاه کې د کوچني اختر د لمانځه په مراسمو کې وکړې.

د کوچني اختر د لمانځه لپاره د تڼیو ولسوالۍ له اوسیدونکو سربیره د خوست د بیلابیلو سیمو ګڼ قومي مخور، دیني عالمان او د یاد ولایت ملکي او پوځي چارواکي هم ورغلي ول.

قومي مشر حاجي رسول محمد خان تڼي مشال راډیو ته وویل، چې پدې عیدګاه کې د راغونډو زرګونو خلکو یوازینۍ غوښتنه دا ده چې اوربند دې تر لوی اختره وغځیږي، تر څو د دواړو لوریو تر منځ مذاکراتو او ناستي ته زمینه برابره شي.

د خوست د لکڼو د سیمې یو تن قومي مشر حاحي محمدقیوم خان وايي، چې اوربند به دولت او وسلوالو طالبانو ته د تفاهم زمینه برابره کړي، ځکه د جګړې په وخت کې خبرې او تفاهم نه کیږي او دې خبرو لپاره اوربند مهم دی.

د خوست د ولایتي شورا پخوانی رييس سیدکریم خان خاکسار وايي، په نورو اخترونو کې به خلکو سره له امنیتي اړخه ویرې او انديښنې موجودې وې، خو په اوسني اختر کې د اوربند په اعلانیدو سره خلک ډاډمن مالومیږي.

په دیني چارو کې د ولسمشر یو تن سلاکار وزیر مولوي سردار ځدراڼ هم په خپلو خبرو کې د قومي مشرانو ویناوې پر ځای وبللې او ويې ویل، د دوی غوښتنه هم د اوربند د مودې اوږده ول دي، تر څو بالاخره په افغانستان کې سرتاسري سولې ته لاره هواره شي.

مولوي سردار ځدراڼ زیاته کړه:

((د تڼیو په قومي عیدګاه کې ټولو مشرانو، دیني علماوو په مجموع کې د دې مراسمو ګډونوالو غوښتنه داوه چې دا درې ورځنۍ اوربند چې طالبانو او افغان حکومت کړی باید وغځیږي، په دایمي اوربند او دایمي سوله باندې بدل شي، زموږ غوښتنه هم داده چې دا اوربند باید دایمي شي، یا لږ تر لږه تر لوی اختر وغځیږي تر څو افغانان په سوله او امن کې ژوند وکړي.))

​خوست والي حکم خان حبیبي په تڼیو کې زرګونو لمونځ کوونکو ته په خبرو کې د طالبانو مشرانو او غړو ته بلنه ورکړه، چې د اختر په شپو ورځو کې دې خپلو کورونو ته راشي او دا اختر دې خپلو کورنیو سره یو ځای ولمانځي.

خوست والي وویل:

((ټولو طالبانو ته په صراحت سره وایم خپلو کورونو او فامیلنو سره راشئ اختر تېر کړئ، لا اقل د دې دریو ورځو نه خوند واخلئ د خپلو خپلوانو سره کینئ، زموږ غیږ درته خلاصه ده، زموږ دروازې درته خلاصې دي، زموږ حجرې درته خلاصې دي او دا درې ورځې د همدې لپاره دې چې یو بل ته د محبت غیږې ورکړو.))

د کوچني اختر په مناسبت د افغان ولسمشر محمداشرف غني په پیغام کې چې د خوست والي لخوا واورول شو، راغلي ول چې افغان حکومت وتوانید د روژې په میاشت کې تر اوږدو کلونو وروسته اوربند اعلان کړي.

په پیغام کې زیاته شوې، که څه هم د اوربند موده کمه ده، خو دی ورته د جنګ په تیارو کې د یوې رڼا په نظر ګوري او هیله لري، چې په افغانستان کې رښتیني سوله د همدې روژې او له همدې اختره پیل شي.

د جمعې په ورځ افغان ولسمشرمحمد اشرف غني د کوچني اختر د لمانځه د اداء کولو پر مهال هم یو ځل بیا پر سوله او د اوربند په دوام ټېنګار کړی او ويلی يې دي، چې د سولې له پروسې نه د افغانانو قاطع ملاتړ او په دې هکله ملي اجماع موجوده ده او ملت په هر قیمت چمتو دی چې د سولې ملاتړ ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG