د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
په دې اوونۍ کې مو د پښتو ژبې نومیالی هنرمند احمد ګل استاد مېلمه وو چې له لسیزو راهیسې سندرې وايي او ګڼ هنرمندان یې روزلي دي.
د احمد ګل استاد بچي هم د هنر له ډګر سره تړلي دي، ځېنې یې د موسیقي الې غږوي او ځېنې یې سندرې هم وايي.
دی وايي، اوس یې عمر پوخ شوی دی خو بیا هم دولتي ټېلېوېژن ته او د پېښور نښتر هال ته سندرو ویلو ته ځي.
دی په خپرونه کې د پخوانیو هنرمندانو کیسې کوي.
د نوموړي خبرې او ځېنې سندرې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
نښلول
شریک کړئ
خپرونه دلته واورئ
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:26:03
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
-
هارون باچا
هارون باچا د پښتو ژبې نومیالی هنرمند او د مشال راډیو خبریال دی. دی هنري خپرونه "هارون باچا هنري ګړۍ" هم جوړوي.