د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزيراعظم د عمران خان تر بندېز لاندې ملګري د سفر وضاحت غوښتی


د تحريک انصاف مشر، عمران خان
د تحريک انصاف مشر، عمران خان

د پاکستان نګران وزيراعظم له کورنيوو چارو وزارت څخه په دې اړه رپورټ غوښتی چې د تحريک انصاف د مشر عمران خان نیزدي کس ذوالفقار حسېن بخاري له پاکستانه وتلی وو.ذوالفقار حسېن بخاري پر زلفي بخاري مشهوره دی او د رپورټونو ترمخه پرې د درغليوو په کېس کې له هېواده د وتلو بندېز وو.

د مطبوعاتو تر مخه د تېرې دوشنبې په ورځ زلفي بخاري د عمران خان سره يو ځای بهر ته تللی وو. د پاکستان ډان ورځپاڼې ليکلي چې وزيراعظم ناصرالملک په دې اړه وضاحت غوښتی دی. خو ځينو پاکستاني ټيليويژن چېنلونو ويلي چې زلفي بخاري په تور يا د سفري بنديز په ليست کې نه وو.

د تحريک انصاف ګوند وياند فواد چوهدري د جون په څوارلسمه مشال راډيو ته ورته خبرې وکړي او وې ويل چې دوی کوم قانون نه دی مات کړی. ((په هغه کېس کې هيڅ نشته. دغه کيسه ختمه شوه. يوه غلط فهمي وه. د هغه پاکستان سره هيڅ تعلق نشته دی. پاکستان کې هيڅ جايداد نه لري. هغه تللی او اوس واپس راغی. پر هغه له پاکستانه د وتلو بنديز نه وو. هسې غلط فهمي وه.))

ده نيوز ورځپاڼې بيا د کورنيوو چارو وزارت هغه نوټيفيکېشن يا اجازت نامه خپره کړې چې پکې راغلې ذوالفقار حسېن بخاري ته يې د هغه په درخواست يو ځل لپاره د عمرې په خاطر سعودي عرب ته د تګ اجازت ورکړی وو.

د رپورټونو ترمخه د زلفي بخاري نوم له دې ليسټ څخه د کورنيوو چارو نګران وزير، اعظم خان له خوا ليری شوی دی. ډان ورځپاڼې ليکلي چې اعظم خان د عمران خان فاونډېشن دبورډ غړی دی.

بخاري دا مهال د نېب يا احتساب ادارې له خوا د پلټنو سره مخ دی. پر هغه تور دی چې په بهر کې يې د کمپنۍ په جوړولو سره په پاکستان کې ځان له ټيکسونو بچ کړی دی. د هغه د دې کمپنۍ نوم د پانامه پېپرز په نامه هغو اسنادو کې راغلی چې تېر کال د مطبوعاتو لاس ته ورغلل.

د همدغو اسنادو په رڼا کې د مسلم لېګ (ن) پر مشر، نوازشریف هم مقدمه وچلېده او هغه د وزيراعظمۍ له دندې ليري کړل شو.

XS
SM
MD
LG