د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاه محمود قریشي: پر ټکټ مرورو سیاستوالو بيا غور کوو


شاه محمود قریشي او عمران خان
شاه محمود قریشي او عمران خان

د دې ګوند يو مشر شاه محمود قريشي د جون په يوولسمه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې خواو او شا څلور زره او پنځه سوه غړو سياستوالو د تحريک انصاف په استازيتوب په راتلونکو ټاکنو کې د سيالۍ کولو لپاره درخواستونه ورکړې وو.

د قريشي په خبره د پوره ارزونې وروسته يې ځيني کسان غوره او ځيني نور سم ونه وبلل خو زياته یې کړه چې کېدای شي پر دغو نومونو يو ځل بيا غور وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((چاڼ ضروي وي. ډېر سخت کار وي. اسانه نه وي. زه پوهېږم چې ګيله من ملګرو په ګوند کې خپله حصه اچولې وه. چا په دهرنه کې او چا په جلسو کې ډېر کار کړی. ځينو په ټيليويژن پروګرامونو کې د ګوند دريځ په ښه ډول وړاندې کړی دی. دا خلک چې خبرې کوي، موږ يې اورو. داسې هم کېدای شي چې د ځينو کسانو په نومونو له سره غور وکړو. داسې دوستان هم شايد وي چې موږ ورته دا ځل ټکټونه ورنه شو کړلی. هغوی به په بلدياتي ټاکنو کې د اميدوارانو په توګه ودروو.))

موږ به احتجاج جاري ساتو. بايکاټ به هم کوو او د خپل مشر سره خبرې هم غواړو.
عقيل ډار

په همدې حال کې لا هم په پنجاب، کراچۍ او خېبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف هغه سياستوالو په مظاهرو بوخت دي چې په وينا يې د ګوند لپاره د سترو خدمتونو سربېره هم ورته راتلونکو ټاکنو کې د ودرېدو اجازه یا ټکټ نه دی ورکړل شوی.

په دوی کې د پنجاب په ګوجرانواله کې د ياد ګوند يو مشر عقيل ډار هم دی. هغه د جون په لسمه خبريالانو ته وويل چې دغلته داسې مالدارو او با اثره خلکو ته د کانديدو اجازه يا ټکټ ورکړل شوی چې له نورو ګوندونو ورغلي او د خلکو ملاتړ نه لري. ((که د ګوند عام کس ته يې ټکټ ورکړی وای نو موږ به منلې وه. د عمران خان خوا او شا داسې خلک راغونډ شوي دي چې ګوند ته زيان رسوي. موږ له هغه خواست کوو چې پر دې فېصله له سره غور وکړي کنه نو په ګوجرانواله کې به دا يو سيټ خامخا وبايلي. ))

د پاکستان پارليمان ۳۴۲ غړي لري. د دې لپاره به د جولايي په پنځه ويشتمه پارليماني ټاکنې کېږي.

XS
SM
MD
LG