د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمود خان اڅکزی: د حلقه بندیو پرضد هم احتجاج کوو هم عدالت ته ځو


محمود خان اڅکزی په کوټه کې خبري غونډې ته وینا کوي
محمود خان اڅکزی په کوټه کې خبري غونډې ته وینا کوي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په بلوچستان کې د صوبايي اسمبلۍ پر نویو حلقه بندیو نیوکې کړې دي.

محمود خان اڅکزي وویل ، “ د انتخاباتو کمېشن د یو پلان له مخې په ځینو حلقو کې د پښتنو ابادۍ کمه ښودل شوې ده. “

د ده په وینا ، د کوټې د صوبايي اسمبلۍ نهه حلقې دي او په دې کې د اتو په جوړولو کې له قانون څخه سرغړونه شوې ده.

محمود خان اڅکزي دا څرګندونې د ګوند له یو شمېر نورو مشرانو سره د جون پر اتمه نېټه په کوټه کې یو خبري غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند دا خبري غونډه د دې لپاره رابللې وه چې د صوبې په پېښتون مېشتو سیمو کې د حلقه بندیو د نوي جوړښت پرضد خپلې اندېښنې په ډاګه کړي.

محمود خان اڅکزي د خبري غونډې پر مهال د دې حلقه بندیو د پخواني او اوسني جوړښت په اړه خبریالانو ته مالومات وړاندې کړل.

هغه وویل چې دوي د بلوچستان های کورټ ته تللي وو او هغه عدالت د دوي په حق کې پرېکړه کړې وه خو د ده په وینا د انتخاباتو کمېشن پر هغه عمل نه دی کړی.

محمود خان اڅکزي وویل ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند به نه یوازې د دې نویو حلقه بندیو پرضد د صوبې په پښتنه سیمه کې احتجاج کوي بلکې د بلوچستان های کورټ او د پاکستان سپریم کورټ ته به هم ځي.

نوموړي وویل چې دوي به یادو عدالتونو ته داسې ځي چې د انتخاباتو کمېشن د عدالتي پرېکړې په نه منلو د عدالت توهین کړی دی.

د انتخاباتو کمېشن له خوا تر اوسه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر د دې څرګندونو په اړه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

محمود حان اڅکزي د خبري غونډې په ترڅ کې د پورته یادې شوې موضوع ترڅنګ پر پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستان پر مجموعي سیاسي حالت هم خبرې وکړې.

محمود خان اڅکزي وویل چې منظور پښتون او پښتون ژغورنې غورځنګ هلته د ریاستي تګلارې په نتیجه کې د شوو ظلمونو له کبله راپورته شوي دي.

ده وویل ، په ۱۹۹۶م کال کې یې د پاکستان پر واکمنو غږ کړی وو چې د ده په وینا ، د وزیرستان او نورو سیمو له ولس سره د روان ظلم مخه ونیسي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۱۸م کال له فروري څخه په پاکستان کې په احتجاجونو پیل کړی چې ورسره د پاکستان تر څنګ د نړۍ په یو شمېر هیوادونو کې مېشت پښتانه راپاڅېدلي دي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین وايي ، تر هغه وخته به خپل احتجاجونه جاري ساتي تر څو چې یې د ده په وینا ، د پاکستاني ریاست له خوا د پښتون پر خاوره د شوو ټولو ظلمونو حساب نه وي اخستی.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند په پاکستان کې یوازېنی ګوند دی چې په څرګنده له پښتون ژغورنې غورځنګ سره ولاړ دی.

محمود خان اڅکزي وویل ،که چېري څوک دا ګڼي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې غیر آییني دي نو دې دا خبره ثابته کړي.

د ده په وینا ، نه په خپله د آیین خلاف ورزي کوي او نه یې هم په پاکستان کې کومې ادارې او ډلې ته اجازه ورکوي.

XS
SM
MD
LG