د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې وسله‌ والو درې تنه وژلي دي


د ننګرهار نقشه
د ننګرهار نقشه

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي مشال راډیو ته وویل چې څو تنو وسله والو غوښتل د ولسي جرګې د غړي فریدون مومند پر میلمستون ډله ‎ییز برید وکړي چې لومړی بریدګر د پولیسو له ‎خوا په هماغه پیل کې په ډزو وژل شوی او یو بل بریدګر مزاحمت کړی چې ورسره په نښته کې یو سرتېری وژل شوی دی.

عطاالله خوګیاڼي زیاته کړه چې بریدګر وروسته په سیمه کې د ولسي خلکو یو کور ته ننوتی چې هلته هم ورسره مقاومت شوی.

خوګیاڼی زیاتوي:​ "بریدګر چې کله د امنیتي ځواکونو تر برید لاندې راغلی په سیمه کې د ملکي وګړو یو کورته ننوتی دی چې متاسفانه د دې کور دوه غړي چې یوه مېرمن او یو سړی دی، وژل شوي او یوه مېرمن او یوه ماشومه نجلۍ ټپیان دي."

عطاالله خوګیاڼي وویل چې په ‎دې پېښه کې تر اوسه ټول پنځه کسان ټپیان شوي او درې تنه وژل شوي.

د خوګیاڼي په وینا یو بریدګر وژل شوی او یو یا دوه بریدګر په سیمه کې نادرکه دي چې لټون پسې روان دی.

تر اوسه د دې برید مسولیت چا پر غاړه نه ‎دی اخېستی.

XS
SM
MD
LG