د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان وکیلانو د خپل یوه ملګري د وژنې ضد کاربندیز کړی


پراګ - د بلوچستان هایکورټ بار او د کوټې د وکیلانو اتحادیې د جون پر اوومه د یوه ځوان وکیل ضامن خان د تښتونې او بیا وژنې پر ضد په کوټې او د صوبې په نورو برخو کې احتجاجي کاربندیز کړی دی.

دوی په یوه غونډه کې د ضامن خان کاکړ د وژونکو ژر نیولو او عدالت ته د وړاندې کولو غوښتنه وکړه. نوموړی د جون پر شپږمه، په خپل موټر کې د کور لوري ته روان وو چېله خانوزي کراس سره نېږدې وتښتول شو.

د کاکړ مړی د شپې مهال په یوه کنده کې پروت وو.

د بلوچستان د وکیلانو ټولنې یوه غړي عطا کاکړ د پنجشنبې پر ورځ په احتجاجي غونډه کې وویل، د ضامن خان کاکړ په ((شهادت)) خپه دی.

ده غږ وکړ چې د هغه وژونکي دې ژر ونیول شي او زیاته یې کړه:

((د بلوچستان هایکورټ چیف جسټس محمد نور مسکانزي ته پکار دي چې د پېښې پلټنې وکړي.))

د ضامن خان کاکړ د وژنې ذمه واري چا نه ده منلې او پولیسو د نامعلومه کسانو ضد پرچه دایره کړې ده.

XS
SM
MD
LG