د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د تندر قول اردو د اولې ښایسته لواء چارواکي وايي، چې د خوست ښار په مجاهد څلور لارې کې يې ۳۰ قبضې نوې ګریس بندې تفنګچې نیولې دي.

د سې شنبې ورځې ناوخته د ښایسته لواء قوماندان ډګروال خلیل الله خلیل مشال راډیو ته وویل، چې یادې تفنګچې ماسپښین مهال د تندر قول اردو د استخباراتو ضد مدیریت د منسوبینو لخوا د خپلو پخوانیو کشفي مالوماتو پر بنسټ چې لرل يې، ونیول شوې.

ده وویل، یاده وسله د لوګر د خروار ولسوالۍ څخه په یو زرنج موټرسایکل کې خوست ته انتقال شوې وه او په خوست کې د وسلوالو مخالفینو ډلو ته د ترهګریزو او هدفي وژنو لپاره وړل کېده.

خلیل الله خلیل زیاته کړه:

((دښمن کولی شول چې پدې ۳۰ قبضه تفنګچو چې زر فیره مرمۍ يې درلودې، خپل ناوړه هدفونه د خوست پر خلکو عملي کړي، ترهګریز بریدونه وکړي او پدې تفنګچو يې کولی شول چې خلک ووژني، د امنیتي ارګانونو منسوبین په نښه کړي، چې له ښه مرغه د قول اردو د استخباراتو ضد مدیریت د منسوبینو د اپراتیفي کار په پایله کې ونیول شول او قضیه تر څېړنې لاندې ده.))

د ښایسته لواء قوماندان وویل، چې د وسلې سره یو ځای دوه تنه لیږدونکي يې هم نیول شوي دي.

دا پداسې حال کې ده، چې خوست په وروستیو دوو میاشتو کې په ښار او نږدې سیمو کې د امنیتي ځواکونو د منسوبینو د څو هدفي وژنو او ترهګریزو بریدونو شاهد وو.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

د تیرا ښکلې وادي
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:01 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG