د لاسرسي ځای

تازه خبر

زرګونه دیني عالمانو د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې فتوا په صادرولو سره په افغانستان کې روانه جګړه او بریدونه ناروا وبلل.

په هغه غونډه کې چې تېر ماښام په ارګ کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ جوړه شوې وه، افغان چارواکو له ‎دې فتوا ملاتړ وکړ.

د افغانستان ولسمشر ټولو حکومتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې د دیني عالمانو د فتوا د تعقیب او تطبیق لپاره عملي پروګرامونه ترتیب کړي.

زرګونه افغان دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه او ځانمرګي بریدونه ناروا وبلل

افغان ولسمشر اشرف غني د تېر ماښام په وېډیویي وینا کې دوه پیغامه درلودل.

  • لومړی ولسمشر غني په کابل کې د دیني عالمانو غونډه مثبته او اغېزمنه وبلله.
  • دوهم‌یې طالبانو ته پیغام ورکړ چې سولې او مذاکراتو ته کېني.

د اعلی سرقوماندان په ماښامنۍ غونډه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، ولسمشر او نورو افغان چارواکو ټینګار وکړ چې د دغو دیني عالمانو تر فتوا وروسته به د هغو د نظریاتو د عملي کېدو لپاره پلانونه ترتیب کړي.

ولسمشر غني وايي:

"ټولو حکومتي ادارو ته سپارښتنه کوم چې د دغې فتوا د وړانديزونو د تعقیب او تطبیق لپاره په نږدې ورځو کې عملي پلانونه چمتو کړي."

زرګونه افغان دیني عالمانو د دوشنبې په ورځ په کابل کې په یوې ګډې فتوا کې د افغانستان روانه جګړه ناروا وبلله او د جګړې له ښکېلو خواوو یې وغوښتل چې اوربند وکړي.

د دیني عالمانو په خبره په افغانستان کې جهاد هېڅ جواز نه ‎لري او ځانمرګي بریدونه حرامې دي.

ولسمشر غني هم د تېر ماښام په خبرو کې د افغانستان د دیني عالمانو همدا څرګندونې تکرار کړې.

په افغانستان کې د روانو جګړو د ناروا بللو په اړه تر فتوا وروسته هغه مهال چې دیني عالمان د لویې جرګې له خیمې راوتل، یوه انتحاري برید کوونکي د دوی یوه ډله په نښه کړه.

په‎دې ترڅ کې تر ۱۰ ډېر کسان ووژل شول چې دیني عالمان هم په قربانیانو کې شته.

په کابل کې پر دیني عالمانو انتحاري حمله کې ۷ تنه وژل شوي

په ارګ کې د تېر ماښام په غونډه کې ولسمشر او نورو افغان چارواکو وویل چې د دیني عالمانو په نښه کول پر دیني او اسلامي ارزښتونو برید دی او لوی جنایت بلل کېږي.

افغان ولسمشر طالبانو ته په خپل پیغام کې له هغې ډلې وغوښتل چې مذاکراتو ته حاضر شي او له تاوتریخوالي لاس واخلي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"یو ځل بیا پر افغان وسله‎والو طالبانو غږ کوم چې سوله الهي امر او زموږ د عظیم او مسلمان ملت اساسي غوښتنه ده چې یو اسلامي او بشري حق بلل کېږي. دې ته په درناوي او د بدبختې تحمیلې جګړې پر ځای، د بین‎الافغاني مذاکراتو له لارې، د سولې لاره غوره او د هېواد د بربادۍ پر ځای د هغه په رغولو کې شریک شئ."

د افغانستان د حکومت له‎خوا د پرله‎پسې غوښتنو سره سره وسله‎ والو طالبانو سولې او مذاکراتو ته رد ځواب ویلی دی.

ښایي د دیني عالمانو پرونۍ فتوا ته د وسله‎والو یاغیانو تر ټولو وروستی پیغام همدا وو چې که په افغانستان کې جګړه ناروا هم وبلل شي، د دوی بریدونه به دوام ولري.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

د تیرا ښکلې وادي
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:01 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG