د لاسرسي ځای

تازه خبر

غفور: افغانستان سره پر پوله اغزن تار ضروري دی


د پاکستاني پوځ وياند، مېجر جنرل آصف غفور

د پاکستان پوځ وايي افغانستان سره يې د اړيکو ښه کولو لړ کې په ځينو خبرو هوکړه شوې ده چې که عملي شي د دواړو هېوادونو د تعلقاتو بهتره کېدو تر څنګ به د ترهګرۍ پر ضد هم کوټلي ګامونه واخیستل شي.

د پوځ د عامه اړيکو څانګې مشر، مېجر جنرل آصف غفور د جون په څلورمه په پينډۍ کې يوې خبري غونډې ته وويل چې غواړي په افغانستان کې امن د پاکستان په ګټه دی نو ځکه هغه الزامونه ردوي چې د افغان طالبانو حقاني نيټورک يې په خاوره ازاد فعاليت لري.

هغه پاکستان ته د افغانستان د ملي امنيت سلاکار، محمد حنيف اتمر د مې اوويشتمې د سفر په اړه وويل دواړه خواوې د ځينيو کاري کمېټو په جوړولو سلا شوي دي: ((موږ دا تمه لرو چې کله دا کاري کمېټې جوړې شي نو دا به ډېره مرسته

شريکې کاري کمېټانې به د ترهګرۍ په ځپلو کې د شريک کار سره مرسته وکړي.
غفور

وکړي. دې کې به لومړۍ هغه د شريکه کاري کمېټه د پوځي او استخباراتي هم آهنګيوو لپاره وي. زموږ د پوځ مشر ورته د هغو ګامونو په اړه وويل چې په اخيستو يې افغانستان کې امن سره مرسته کېدلی شي. موږ ورته ووېل چې افغانستان سره پر سرحد اغزن تار ځکه لګوو چې دې سره به په غېرقانوني توګه د خلکو د تګ راتګ مخه ونيول شي. د ترهګرو د اوښتو را اوښتو مخنيوي کې به هم مرسته وشي.))

د افغانستان ملي امنيت شورا وياند، قادرشاه
د افغانستان ملي امنيت شورا وياند، قادرشاه

افغان چارواکي پر پاکستان تور پورې کوي چې د هغو وسله والو طالبانو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې بريدونه پلانوي. اسلام اباد دا الزام بې بنياده بولي.

په کابل کې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار، محمد حنيف اتمر وياند، قادرشا د حون په څلورمه مشال راډيو ته وويل پاکستان ته د اتمر کړی سفر ګټور وو خو اوس دوی له پاکستانه د مذاکراتو نه کوونکو طالبانو په وړاندې د کاروايي تمه لري.

قادر شاه د پاکستان له خوا پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار لګولو په هکله وويل چې دا تر هغې فايده نه لري تر څو چې پاکستان دوی سره په سلا شوو ميکانیزمونو عمل نه وي کړی.(( ځيني خبرې موږ سره شوي دي. اوس د عمل ضرورت دی. دا عمل بايد ښکاره وي چې خلک يې حس کړي. بله خبره دا ده چې ترهګري پر کټارو لګولو او اغزن تارونو خورولو نه بندېږي. د دې لپاره ضروري ده چې د ملاتړ او همدرۍ پاليسيانې ختمې شي.))

XS
SM
MD
LG