د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستۍ فعالانې د پېژندپاڼو پر وېش اعتراض لري


 خوستۍ فعالانې د پېژندپاڼو پر وېش اعتراض لري
خوستۍ فعالانې د پېژندپاڼو پر وېش اعتراض لري

خوست ـ د خوست یو شمېر ښځې او مدني فعالانې وايي، چې په یاد ولایت کې د تذکرو د وېش په پروسه کې د ښځو لپاره ستونزې شته او دوی نه دي توانیدلې، چې په خپلو سیمو کې تذکرې واخلي.هغوی له افغان حکومت غوښتنه کوله، چې د تذکرو د وېشلو موده دې وغځوي.

بل لوري ته د خوست ځايي چارواکي د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې او د پېژندپاڼو د ويشلو په بهیر کې ستونزې مني او له دواړو مرکزي ادارو غواړي، چې د دې پروسې د چټکتوب لپاره دې، هغوی د ولایتي دفترونو اکمال او تجهیز ته پاملرنه ډېره کړي.

د خوست یو شمېر ښځې او مدني فعالانې چې د یکشنبې په ورځ د اعتراض په بڼه د خوست د ښځو چارو ریاست په انګړ کې راټولې شوې وې، نیوکه یې کوله چې په مرکز او ولسوالیو کې د تذکرو د وېش په پروسه کې ستونزې دي او دوی کلي په کلي پسې ګرځي، خو بیا هم تذکرې نه ورکول کیږي.

خوستۍ فعالانې د پېژندپاڼو پر وېش اعتراض لري
خوستۍ فعالانې د پېژندپاڼو پر وېش اعتراض لري

د بي بي ادینه په نوم د ښځو د یوې کلیوالي شورا مشره مشال راډیو ته وايي:

((زموږ کلي ته چې د تذکرو حوزه راغلې ده، ما ټولې خویندې بیولې دي، ځکه زه يې د شورا مشره یم، دوی ته نه د کلي مشر ټاپه وهي او نه ورته څوک تذکره ورکوي، له هغه وروسته کچیرې کلي ته ولاړو، هلته هم چا تذکرې نه ورکولې. له هغې وروسته درکوټیو ته ولاړو، د کلي مشر او ملک وايي، چې تاسو تذکرې خرڅې کړې دي، موږ خپل عکسونه هم وروړل، ډکې شوې فورمې مو وروړې، دادې فورمې موږ نه دي خرڅې کړي، موږ يې څه چاره وکړو؟ موږ ته خو تذکرې نه جوړوي.))

په خوست کې د ښځو د اعتراضیه غونډې یوې بلې ګډونوالې داسې وویل:

((زما نوم نسیمه دی، په هر ځای کې مو وروڼه د خپلو خویندو حقونه ضایع کوي، دا حقونه باید تر پښو لاندې نشي، څومره چې سړي حق لري، په هماغه اندازه په هره خبره کې ښځې هم حق لري. موږ لدې ټاکنو دا هیله لرو چې یو ښه مشر، یو ښه وکیل او یو ښه رييس جمهور ځانته وټاکو، چې زموږ د کلي، د ولس او اولادونو سرنوشت وټاکي، زموږ د وطن سرنوشت وټاکي او زموږ راتلونکې په همدې مشرانو پورې تړلی دی.))

د خوست د ښځو چارو رييسې ملالۍ ولي هم په خپلو خبرو کې د نوم لیکنې او د تذکرو د وېش په پروسه کې پر شته ستونزو اندیښنه وښوده او له مرکزي حکومت يې وغوښتل، چې دا بهیر د یوې مودې لپاره وغځوي.

ملالۍ ولي وویل:

((د خوست ډیرۍ ښځې نه دې بریالۍ شوي، چې دوی تذکرې واخلي، د دوی د تذکرو پر وړاندې ډېر مشکلات رامنځته کیږي، که داسې وي، نو خویندې رایه نشي ورکولی، دوی په ټاکنو کې ګډون نشي کولی، که په مرکز کې دا حالت دی، ولسوالیو کې به څه حالات وي؟ یوه خور به هم له تذکرو برخمنه نشي، بیا هم زموږ هیله داده کچیرې دا پروسه یوه میاشت نوره هم وغځيږي، تر څو پاتې خویندې تذکرې واخلي او پدې ملې پروسه کې د ګډون مستحقې شي.))

په خوست کې د پېژند پاڼو د وېش د بهیر مشر افضل فطرت
په خوست کې د پېژند پاڼو د وېش د بهیر مشر افضل فطرت

بل لوري ته په خوست کې د پېژند پاڼو د وېش مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د نارینه وو په پرتله دوه برابره ښځو ته پدې تذکرې ویشل شوي، چې نوي سلنه ښځې تذکرې نلري.

د یاد بهیر مشر افضل فطرت وویل، چې کله نا کله ځینې نوماندان ښځې او نارینه دا ډول اعتراضونو ته تحریکوي، حال دا چې دوی نشي کولی هر چا ته خاص ټیم ورکړي، ځکه د دوی ټیمونه د ولس لپاره دي، نه د کاندیدانو لپاره.

ده وویل، د دوی د نوم لیکنې بهیر ممکن د ولسمشری تر ټاکنو دوام وکړي او پدې موده کې به هر چا ته تذکره ورسیږي.

ښاغلي فطرت وړاندې وویل:

((لکه څرنګه چې د خلکو غوښتنه ده چې پدې لنډ وخت کې موږ ته دومره تذکرې وویشئ، دومره موږ نشو ورکولی، موږ ۳۲ زره تذکرې توزیع کړي، چې ۲۴ زره خویندو ته توزیع شوي دي، اوس چې دا ځینې خلک انتقاد کوي، هغوی خاص کاندیدانو تحریک کړي وي، یو ځای کې يې ګروپ جوړ کړی وي او زنانه يې راټولې کړې وي، نو موږ ټولو ته خاص ټیمونه نشو ورکولی، زموږ ټیمونه د ولس لپاره دي، نه د کاندیدانو لپاره.))

بل لوري ته د خوست ولایت چارواکي هم په یاد ولایت کې د تذکرو په وېش او د نوم لیکنې په بهیر کې ستونزې مني او د دواړو مرکزي ادارو غوښتنه کوي، چې خپلې ولایتي ادارې اکمال او تجهیز کړي، تر څو دا بهیر ګړندی او چټک شي.

د خوست د والي ویاند طالب منګل وايي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د نفوسو د احوالو د ثبت اداره باید د خپلو ولایتي ادارو د اکمال او تجهیز په برخه کې د ولایتي ادارې پرلپسې غوښتنې او اړتیاوې په پام کې ونیسي.

XS
SM
MD
LG