د لاسرسي ځای

تازه خبر

سترې محکمې د نامزدګۍ فارمونو په اړه د لاهور عدالت پرېکړه وځنډوله


د پاکستان د سترې محکمې ودانۍ
د پاکستان د سترې محکمې ودانۍ

اسلام اباد ـ د پاکستان سترې محکمې د نامزدګۍ د فارمونو په اړه د لاهورهای کورټ پرېکړه ځنډولې ده او ویلي یې دي چې په ملک کې به راتلونکې پارلیماني ټولټاکنې په خپل ټاکلي وخت ترسره کېږي.

د ېکشنبې پر ورځ (د جون درېيمه) د سپريم کورټ چيف جسټس ميا ثاقب نثار په مشرۍ کې دوه کسيزه جرګګۍ د لاهور هایکورټ د فېصلې پرضد د پاکستان الېکشن کمېشن، او د قامي اسمبلۍ پخواني سپيکر سردار اياز صادق لخوا په جمع کړل شویو درخواستونو اورېدنه وکړه.

د الېکشن کمېشن وکيل په خپلو دلایلو کې وويل، له تېرو دوو ورځو راهېسې د نامزدګۍ کاغذونو اخېستو پروسه ولاړه ده، کمېشن له وړاندې څخه د ټولټاکنو مهال وېش جاري کړی دی او د نامزدګۍ په فارم کې بدلون له وجې انتخابات ځنډيدی شي.

سپريم کورټ د وکيلانو د دلايلو له اورېدو ورسته د لاهور های کورټ د نامزدګۍ د فارمونو په اړه پرېکړه وځنډوله او د چيف جسټس وينا وه چې ټولټاکنې به په د جولايي په ۲۵ مه نېټه کېږي او که په ټاکل شوې نېټه انتخابات ونکړای شول نو اليکشن کمېشن به يې په ذاتي توګه ذمه وار وي.

د اليکشن کميشن وياند الطاف احمد مشال راډيو ته وويل سپريم کورټ يې په حق کې فېصله ورکړه نو صبا د ګل ورځې نه به د اميد وارانو څخه د نامزدګۍ کاغذونه اخستل شورو کړي.

د نوموړي وينا وه، د انتخاباتو په مهال وېش کې معمولې شان بدلون راغلی، مخکې د نامزدګۍ کاغذونه د دوهم نه تر شپږم جون پورې اخېستل کېدل، اوس به د څلورم نه تر اتم جون پورې اخېستی کېږي.

هلته د پاکستان نګران وزيراعظم جسټس ريټايرډ ناصر الملک هم د قانون وزارت ته د لاهور های کورټ د فېصلې پرضد د اپيل داير کولو هداېت کړی وو.

له دې سره سره د ملک د مختلفو ګوندونو مشرانو هم د لاهور های کورټ په فيصله د اندېښنو څرګندونه کړې وه او وينا يې وه چې د هغه ټولو ګامونو پورته کولو څخه دې ډډه وکړل شي چې له وجې ترې انتخابات د ځنډېدو لاره هواريږي.

XS
SM
MD
LG