د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د نجلۍ د بې پردې کېدو تور پورې شوی


 پېښور پشاور
پېښور پشاور

پراګ ـ د پېښور د هشتنغرۍ یوه اوسېدونکي غلام محی الدین تور پورې کړی دی چې یوه کس د هغه د ۱۶ کلنې لور رېمشا جامې شلولې دي او هغه یې بې پردې کړې ده.

نوموړي د جون پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، د اوښي یې له یوه بل کس سره لانجه وه او پرون د مظهر حسین په نوم یوه کس د ده ښځې شکیلې ته دیکه یا ټېله ورکړې او په کوڅه کې یې د ده د لور جامې شلولې دي.

مشال راډيو د غلام محي الدین د دعوې ازادانه تصدیق نشي کولای. خو د پېښور ښار پولیس وايي، د غلام محی الدین په وینا یې د مظهر حسین پر ضد پرچه دایره کړې.

د هشتنغرۍ تاڼېدار واجد شاه خان وویل چې د ماشومې او ملزم کورنۍ په خپلو کې رشته دار دي او له دې وړاندې یې جګړه هم کړې وه چې پکې دواړه خواوې تاڼې ته ورغلې وې.

دی وايي، د کوڅې خلکو هم د ګواهانو یا شاهدانو په توګه د پېښې تصدیق کړی دی.

شاه وايي: (([تر پېښې] ګېنټه یوه نیمه پس دا نجلۍ له مور سره تاڼې ته راغله. مور یې وویل چې د خپل ورور یعنې ماما له کوره یې خپل کور ته بیوله او په لاره کې مظهر حسین نومې تن د دې جامې وشلولې او دا یې په لاره کې بې پردې و ګرځوله. موږ د دې خبرې تصدیق وکړ او بیا مو اېف ای ار درج کړ. موږ د ملزم او د هغه د نورو خپلوانو په کورونو چاپې ووهلې خو هغوی تښتېدلي دي او موږ یې په اړه معلومات جمع کوو.))

موږ د ملزم او د هغه د نورو خپلوانو په کورونو چهاپې ووهلې خو هغوی تښتیدلي دي
د هشتنغرۍ تاڼې د پولیسو مشر واجدشاه خان

موږ د مظهر حسین له کورنۍ سره په خبرو و نه توانېدو.

بل پلو پولیسو وویل چې د پېښې تر شا لاس لرونکي کسان تښتېدلي او لټون یې روان دی.

د ښځو د حقونو مبارزه ثمر من الله وايي دا ډول پېښې په ټولنه کې د عمومي بې حسۍ څرګندونه کوي:

((دا ډېره افسوسناکه واقعه ده. زه حیرانه یم چې دا کوم کلتور او غیرت دی؟ په هره شخړه کې ښځې او نجونه اخر ولې بې عزته کېږي؟ له دې څرګندېږي چې موږ تر اوسه یوه نجلۍ، یوه خور او یوه لور انسان نه ګڼو.))

دا راز پېښې د قوانینو د نېشتوالي لوجې او که نه د ټولنې د نېمګړتیاوو له وجې کېږي؟ د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکی ارشد محمود په دې اړه وايي:

زه حیرانه یم چې دا کوم کلتور او غیرت دی؟ په هره شخړه کې ښځې او جینکۍ اخر ولې بې عزته کېږي؟
د مېرمنو د حقونو مبارزه ثمر من الله

((قوانین شته خو یواځې په دې هم کار نه کېږي. د دې تر څنګ به د ټولنې په رویه بدلولو هم کار پکار وي. دې لړ کې حکومتي ادارې شته باید چې هغوی د ټولنې د اګاهۍ لپاره هڅې تندې کړي. د دې ډول پېښو په مخنیوي کې د حکومت ترڅنګ د مشرانو، دیني عالمانو، د سکولونو د استادانو، مدني ټولنو او د ټولنې هر وګړي ته فعال کردار تر سره کول پکار دي.))

د تېر کال (۲۰۱‍۷ز) په څلورم نومبر په ډېره اسماعیل خان کې هم د یوې نجلۍ جامې شلول شوې او په لارو کوڅو کې ګرځول شوې وه چې پکې ککړ څلور کسان نیول شوي او پر ضد یې مقدمه روانه ده.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG