د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په انتخاباتو کې نرښځیان هم برخه اخلي


نرښځیان په یوه لوبه کې برخه اخلي (پخوانی عکس)

په پاکستان کې نرښځیان وايي ، د خپلې ټولنې غږ پورته کولو لپاره به د قومي او صوبايي اسمبلیو په راتلونکو عامو انتخاباتو کې برخه اخلي.

د نر ښځیانو د اتحادیې - ټرانس اېکشن الاینس - د معلوماتو له مخې له پنجاب صوبې درې او له خېبر پښتونخوا څخه دوه نرښځیان غواړي چې د نوماندانو په توګه د جولايي پر ۲۵مه په کېدونکو انتخاباتو کې ګډون وکړي خو د یادې اتحادیې په وینا د ټولټاکنو خرچ د دوي له وسه وتلی دی.

د پنجاب د اوکاړې له انتخابي حلقې د درېدو لپاره تیاري کوونکې نایاب علی مشال راډیو ته وویل چې د قامي اسمبلۍ چوکۍ لپاره به د ازاد امیداوار په توګه برخه اخلي.

نایاب علی زیاتوي چې د کلي د خلکو مرسته ورته ترلاسه ده خو د علاقې کونسلر او سیاست سره تړلو خلکو ورته په لار کې خنډونه اچول شروع کړي دي.

نایاب علي وویل، ،، په قانون ساز اسمبلیو کې زموږ د ټولنې نمایندګي نشته. نه یوه ښځه او نه یوسړی زموږ حقونه او مسایل بیانولای شي نو په دې ما سوچ وکړو او بل زه خپله د نرښځیانو د حقونو مبارزه یم او د نرښځیانو په تعلیم او په خومختاره کولو مو کار کړی دی”.

نایاب علي وویل، “ ترڅو چې زموږ نرښځیان په اسمبلۍ کې موجود نه وي نو زموږ د حقونو به عکاسي نه کېږي نو ځکه ما دا فېصله وکړه چې زه به ټولټاکنو کې برخه اخلم،،

نرښځې نایاب علي د الېکشن کمیشن د نومولو فیس لپاره خپل سکوټر خرڅ ته درولی دی.

د نرښځیانو د حقونو مبارز او د بلیو وېنز مشر قمر نسیم وايي دا د پاکستان د هر ولسي وګړي قانوني و آیني حق دی چې په انتخاباتو کې برخه واخلي.

دی وایي چې یو خو نرښځیانو ته سیاسي ګوندونه له ځای ورکلو ډډه کوي بل د الېکشن کمیشن د نومولو دا فیس هم له غریب ولس سره زیاتی دی.

قمر نسیم وویل، “د پاکستان تحریک انصاف عایشه ګلالۍ ګوند موږ سره رابطه کړې وه او ورسره مو خبرې شوې وې او دا به د هغې ډېره لویه ګټه وي که هغوي دې خلکو ته سبا د قامي او صوبایي اسمبلۍ ټکټونه ورکړي او دا به د پاکستان لومړی سیاسي ګوند وي چې نرښځیانو ته به ځای ورکوي”.

د پاکستان انتخابي کمیشن د کال ۲۰۱۷ اېکټ کې د نومولو فیس د قامي اسمبلۍ لپاره دیرش زره او د صوبایي اسمبلۍ لپاره شل زره کړی و. مخکې دا فیس دوه زره و.

د الېکشن کمیشن ډارېکټر ویلي و چې وجه یې غېر سنجیده کسان الېکشن کې د برخه اخیستو نه ودرول دي.

د کال ۲۰۱۳ په ټولټاکنو کې څلورو نرښځیانو برخه اخیستې وه خو ورته بریا نه وه ترلاسه شوې.

XS
SM
MD
LG