د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن چارشنبه د دوو ټولګټو پروژو د پرانیستې په هدف بلخ ولایت ته تللی.

ولسمشر غني بلخ ولایت ته په خپل سفر کې په خلم ولسوالۍ کې د برښنا د ۲۲۰ کیلو ولټو یو سب سټېشن او په مارمل ولسوالۍ کې د برښنا د وېش یوه شبکه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

ولسمشر غني په بلخ کې د وروستیو سېلاب ځپلو کورنیو سره هم وکتل او هغو کورنیو چې په دې سېلابونو کې یې ۹ تنه غړي له لاسه ورکړي وو، ورسره غم‌شریکي وکړه.

ولسمشر محمد اشرف غني په بلخ کې د پروژې د پرانیستې په حال کې
ولسمشر محمد اشرف غني په بلخ کې د پروژې د پرانیستې په حال کې

ښاغلي غني د بلخ ولایت په خلم ولسوالۍ کې د ۲۲۰ کیلو ولټو د سب سټېشن د پرانیستې په غوڼده کې وویل چې په هېواد کې سلطنتي نظام نه‌دی حاکم او خلک د دولت په جوړښت کې ونډه لري.

ښاغلي غني له خلکو د حکومت د ملاتړ غوښتنه وکړه او زیاته‌یې کړه:

"خلک هم زما سینه او هم مې بازوګان دي، په افغانستان کې سلطنتي حکومت نه‌دی حاکم، بلکې خلک په‌کې دي."

ښاغلي غني بلخ ولایت ته په خپل سفر کې د جوزجان، فاریاب، سرپل او سمنګان له امنیتي او ملکي چارواکو سره په جلا توګه ګوري.

ښاغلی غني د شمال زون د والیانو او امنیتي چارواکو سره په دې زون کې پر روانو امنیتي، سیاسي او اقتصادي چارو هم بحث کوي.

د بلخ له پخوانیو چارواکو او یا هم د جمعیت ګوند له مشرانو سره کتنه، د ولسمشر غني په دې سفر کې ځای نه‌لري.

ولسمشر غني د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ د ۲۲۰ کېلو ولټو برښنا د پرانیستې په غونډه کې وعده وکړه چې د افغانستان اوبه به کنټرول کړي.

ولسمشر وویل، د افغانستان اوبه په دقت سره مدیریت کېږي او له هغه څخه به اعظمي ګټه پورته شي.

ولسمشر محمد اشرق غني
ولسمشر محمد اشرق غني

د افغانستان ولسمشر بلخ ولایت ته په خپل سفر کې ډاډ څرګند کړ چې راتلونکي پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې به په خپل وخت ترسره شي او خلک دې له دې کبله چې د ټاکنو په ترسره کېدو کې به ځنډ راشي، اندېښنه نه‌کوي.

ولسمشر اشرف غني بلخ ولایت ته په خپل سفر کې د ملکي خدماتو په ادارو کې د اصلاحاتو په راوستلو هم ټینګار وکړ، هغه وویل چې په ټولو سکټورونو کې د اصلاحاتو راوستل وخت ته اړتیا لري او د فساد د له‌منځه تلو او د اصلاحاتو د حاکمیت لپاره باید حوصله وشي.

ولسمشر غني له منځنۍ اسیا هېوادونو سره د افغانستان د ښو روابطو له زیاتېدو خوښي څرګنده کړه او ویې‌ویل چې د پخوا په پرتله د امو رود هاخوا څنډې ته له پرتو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شوې ده.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

له خانپور ډیم سره نېږدې د اختر مېلې روانې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:05 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG