د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او هند په ډزبندۍ سلا شوي دي


يو هندي سرتيری د پاکستان او هند پر پوله څوکۍ کوي
يو هندي سرتيری د پاکستان او هند پر پوله څوکۍ کوي

پاکستان او هند سلا شوي چې په کشمير کې پر لانجمنې کرښې د ډزو کول ودروي. د مې په نهه ويشتمه خپرې کړې يوې خبرپاڼې کې د پاکستان پوځ ويلي چې د دواړو خواوو پوځي چارواکو منلي چې د ۲۰۰۳ کال ډزبندي به په بشپړ ډول عملي کوي.

د خبرپاڼې تر مخه دواړو غاړې د ځانګړې هاټ لاين په جوړولو يا په ټيليفون د رابطې کولو لپاره هم راضي شوي دي. د پاکستان پوځ ويلي چې که پر سرحد کومه مسله پېښېږي نو تر ډزو او نښتو مخکې به دواړه خواوې د ټيليفون له لارې خبرې کوي.

د امنيتي چارو پوه او د پاکستاني پوځ پخوانی لفټننټ جنرل طلعت مسعود وايي دا موافقه ډېره مهمه ده. هغه مشال راډيو ته وويل د دې تړون د ساتلو لپاره ضروري ده چې دواړه خواوې خپل منځنۍ خبرې ډېرې کړي.

هغه وويل: ((داسې ښکاري چې دا تړون يوازې پر سرحد د موجوده پوځيانو ترمنځ نه دی شوی بلکې د دواړه هېوادونو د سياسي او پوځي مشرانو تاييد هم لري. مانا دا چې اهميت يې ډېر دی. امېد خو دا دی چې عمل پري وشي خو کېدای شي کله کله له تړونه سرغړونې مخې ته راشي.))

نوموړي زياته کړه: ((لکه څرنګه چې اشارې ورکول کېږي، که په سیاسي توګه دواړه هېوادونه په خپلو خبرو ودرېږي نو ډېره ممکنه ده چې دا تړون به کامياب شي او هند سره به پر نورو مسايلو د پاکستان د خبرو اترو سلسلسه هم پېل شي.))

ايسو سيټيډ پريس خبري اژانس د هندي چارواکو له خولې ويلي چې په تېرو څو مېاشتو کې د ډزو د تبادلې له وجې د کشمير په داوړو غاړو کې د هند پنځه ويشت ولسي وګړي او اتلس سرتيري وژل شوي دي او پاکستان په يوه کال کې اته سوه ځلې په اوربند ماتونې تورنوي.

د دې خبري اژانس د مې دېرشمې د راپور تر مخه پاکستاني چارواکي وايي چې دا کال هندي پوځيانو له اوربنده یوزر او پنځوس وارې سرغړونه کړي چې له کبله یې اته ويشت ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱۷ زخميان شوي دي.

XS
SM
MD
LG