په کابل کې د کورنیو چارو وزارت په ودانۍ وسله وال برید پای ته رسېدلی دی.
د کورنیو چارو د وزارت یو ویاند نجیب دانش نن مشال ریډیو ته وویل ــ دا د موټر بم په وسیله ځانمرګي برید وو چې لسو برید ګرو پکې برخه اخیستې وه.
د دانش په وینا ټول لس واړه برید ګر وژل شوي دي. وسله والو سره د ډزو په تبادله کې یو پولیس سرتېری مړ او ۵ نور ټپیان شوي دي.
د برید ذمه واري لا چا نه ده منلی.
د کورنیو چارو وزارت نوې ودانۍ د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر سره نږدې په څلوېښت میټره سړک پرته ده.
تراوسه چا د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی.
بلخوا نن د چارشنبې په ورځ سهار پنځه بجې د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د پولیسو په اولې امنیتي حوزې موټربم برید شوی، چې درې پولیس پکې وژل شوي همدارنګه څلور پولیس او اته ولسي وګړي یې ټپیان کړي دي.
د لوګر امنیه قوماندان ویاند شاپور احمدزی مشال راډیو ته وویل، په پیل کې د حوزې شاته د موټر بم حمله وشوه او ورپسې درې ځانمرګي بریدګر حوزې ته داخل شول او پولیسو سره يې نښته پیل کړه.
د امنیه قوماندانۍ ویاند وویل، چې پلی بریدګر تر لنډې نښتې وروسته ووژل شول.
شاپور احمدزی زیاته کړه، چې په وژل شویو پولیسو کې د حوزې امر خان اغا خان هم شامل دی.