د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: په نړۍ کې د مذهب په نامه د خلکو ځپل په پراخه توګه دوام لري


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

امریکا وايي په نړۍ کې د مذهب پر نامه ځپل لا هم په پراخه کچه دوام لري. دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ په اړه د ۲۰۱۷م کال په کلنۍ رپوټ کې کړې ده.

د سه شنبې په ورځ په خپاره شوي دې رپوټ کې د پاکستان او افغانستان په ګډون ځینې نور هیوادونه په ځانګړې توګه یاد شوي دي.

په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ په اړه دا رپوټ د سه شنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د یو غونډې په ترڅ کې وړاندې کړل شو.

د دې غونډې مشري کوونکي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وویل ، دا رپوټ دوي د دې مشن لپاره ډېر مهم دی چې په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ دفاع وکړي.

هغه وویل ، امریکا هم اوس او هم په راتلونکې کې دې ته ژمنه ده چې په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ ساتنه وکړي.

مایک پامپیو وویل ، په دې رپوټ کې په ډاګه شوې ده چې د نړۍ په ۲۰۰ هیوادونو او تر واک لاندو سیمو کې د حکومتونو ، ، ترهګرو ډلو او اشخاصو له خوا د سرغړونو په اړه مالومات وړاندې کوي.

رپوټ په پاکستان کې هم د مذهب پر نامه د خلکو د ځپل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده چېري چې د رپوټ لیکنه ، لا هم د تحفظ ناموس رسالت په نامه قانون عملي کېږي.

رپوټ لیکي ، لږ تر لږه ۵۰ کسان د هم دې قانون له مخې بندي شوي وو چې لږ تر لږه ۱۷ ته پکې د مرګ سزا ورکړل شوې ده.

په دې رپوټ کې د مردان د عبدالولي خان پوهنتون زده کوونکي مشال خان یادونه هم په ځانګړې توکه شوې ده کوم چې د بلواګرو له خوامذهب ته د سپکاوي په تور وژل شوی خو بیا پلټنو وښودله چې هغه بې ګناه وو.

رپوټ د افغانستان په اړه لیکي چې هلته که څوک اسلام پرېږدي او بل دین خپل کړي نو مرتد ګڼل کېږي او سزا یې مرګ ، بندي کېده او یا هم له جایداد څخه محرومه کول دي.

رپوټ د افغانستان د سپریم کورټ له حوالي لیکي چې که څه هم په دې هیواد کې بهایی عقیده د اسلام پېغمبر ته سپکاوی ګڼل کېږي خو بیا هم په دې برخه کې د کومو ځورونو خبر نه دی ورکړل شوی.

رپوټ زیاتوي چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې د افغانستان څانګې او طالبانو د مذهبي اقلیتونو د وګړو په نښه کول جاري ساتلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په دې کلني رپوټ کې د روس او ایران نومونه هم په هغو هیوادونو کې یاد شوي چې د مذهب پر اساس پکې خلک ځپل کېږي.

د ایران په اړه لیکل شوي چې یاد هیواد په تېر یوه کال کې لږ تر لږه اته تنه د خدای دښمنۍ په تور په دار کړي او د دې تر څنګ بهایان ، عیسویان او سني مسلمانان نسي ، پوښتنې ګروېږنې ترې کوي او ځوروي یې.

رپوټ لیکي چې که څه هم د روس اساسي قانون مذهبي ازادۍ ورکوي خو حکومت یې د بېلا بېلو مذهبونو کسان د داسې تبلیغ په تور ځپلي چې هغوی یې اجازه نه درلوده.

XS
SM
MD
LG