د لاسرسي ځای

تازه خبر

ندیم قاسم: ۸۷ ګوندونو د انتخابي نښو غوښتنه کړې


د پاکستان د انتخاباتو کمېشن بورډ
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن بورډ

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وايي ، د روانې اونۍ تر پایه به هغو ټولو ګوندونو ته انتخابي نښې ورکړي کومو چې درخواستونه جمع کړي وو.

د یاد کمېشن ویاند ندیم قاسم د سه شنبې په ماښام مشال راډیو ته وویل چې زیاتره ګوندونو د هغو نښو غوښتنه کړې ده چې وار له مخه د هغوي وو.

ده وویل، “موږ ته د ۸۷ ګوندونو له خوا درخواستونه راغلي وو. په دوي کې ۷۱ ګوندونو د هغو انتخابي نښو غوښتنه کړې چې وار له مخه د دوي وو او بل ګوند یې غوښتنه نده کړې. خو ۱۶ ګوندونو د داسې نښو غوښتنه کړې دوه چې د نوور له خوا یې هم غوښتنه شوې وه.”

د ده په وینا ، د سه شنبې په ورځ الیکشن کمېشن د هم دې شپاړس ګوندونو د نښو مسله هواره کړه او هغوی ته یې نښې ورکړې.

ندیم قاسم وویل ، د پپلز ګوند په اړه یو خبره ښايي د خلکو په ذهنونو کې مبهمه وي ځکه چې پپلز پارټۍ درې دي.

نوموړي وویل، “یوه خبره به زه روښانه کړم هغه دا چې د انتخاباتو له کمېشن سره درې ګوندونه رجسټرډ دي. یو پاکستان پپلز ګوند پارلمنټېرین دی ، بل پاکستان پپلز ګوند ورکر دی او بل پاکستان پپلز کوند.”

هغه وویل چې اوس پاکستان پپلز ګوند پارلمنټېرین ته د تير نښه ورکړل شوې ، پاکستان پپلز ګوند ورکر ته د فتحې نښه ورکړل شوې او پاکستان پپلز ګوند ته د تورې نښه ورکړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د اوسني مرکزي او صوبايي حکومتونو رسمي موده د مې پر ۳۱مه پای ته رسېږي او ټاکل شوې ده چې د جولايي پر ۲۵مه به په ملک کې د قومي او صوبايي اسمبلیو لپاره عام انتخابات تر سره شي.

XS
SM
MD
LG