د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شريف: کلنټن راته د ايټم بم نه ازمويلو لپاره د ۵ اربه ډالرو وړاندیز کړی وو


د پاکستان ليری شوی وزيراعظم، نوازشريف
د پاکستان ليری شوی وزيراعظم، نوازشريف

په پاکستان کې د مې په اته ويشتمه د يوم تکبیر په نامه ورځ ولمانځل شوه. دا لمانځنې د ايټمي وسلو برياليوو ازموينو او چاودنو په ياد کې کېږي. پاکستان په ۱۹۹۸ کال کې د وزيراعظم نوازشريف په حکومت کې دا ازموینې کړې وي.

نوازشريف اوسمهال له سياسته نا اهل اعلان شوی دی. پرون د دې ورځې د لمانځنو په مناسبت هغه پر عدالتونو نيوکې وکړي او وي ويل چې ده دومره خدمت کړی، بيا نو ولې د وزيراعظم له چوکۍ ليري شو؟

نوازشريف چې تېر کال سپريم کورټ د درغليوو په يو کېس کې له دندې ليري کړ، پرون يې په لاهور کې يوې غونډې ته وويل چې يوم تکبير له دې وجې لمانځل کېږي چې ده د وزيراعظم په توګه د نړيوالو او کورنيوو فشارونو سربېره، ايټمي چاودنې او ازموینې کړې او پاکستان د هندوستان سره سيال کړی وو.

هغه ادعا وکړه چې د هغه مهال امريکايي ولسمشر، بل کلنټن ورته په ټيليفوني خبرو کې د پېسو ورکولو وړانديز وکړ خو ده بيا هم دا ايټمي چاودنو کول ونه درول.

زه پنځه اويا ځلې مقدمو ته وړاندې شوی يم.
نواز شريف

نوموړي زياته کړه: ((ولسمشر بل کلنټن ماته د پنځه اربو ډالرو وړانديز کړی وو. د هغه د ټيليفون ریکارډ د حکومت سره هم شته او زه يې هم کاپي لرم. ماته کلنټن وويل چې ته ايټمي ازموينې او چاودنې مه کوه، موږ به پنځه اربه ډالر درته درکړو. که ما د پاکستان ګټو ته نه کتلی او د وطن سره مې مينه نه وای نو ما به دا پېسې اخيستی وای. څه به مې حکومت ته ورکړې وای او څه به مې په جېب کې اچولې وای.))

نوازشريف د درغليوو په بېلابېلو مقدمو کې لومړی د وزيراعظم له چوکۍ، بيا د مسلم لېګ (ن) ګوند له مشرۍ او وروسته له سياست کولو څخه په دايمي توګه ليري کړل شو.نوازشريف دریځ لري چې ده ته له دې کبله سزا اورول شوې چې د زوی په کمپنۍ کې يې مقرره تنخا د ټاکنو کميشن ته نه ده ښودلې خو د هغه په وېنا کومه تنخا یې چې اخيستې نه ده، نو هغه ولې ظاهره کړي؟

هغه پرون په لاهور کې د خبرو پر مهال يو ځل بيا تور ولګاوه چې عدلیې ورسره تعصب پاللی دی. نوازشريف خپلو ملاتړو ته په وېنا کې زياته کړه: ((هره ورځ عدالت ته وړاندې کېږم. مقدمې راباندې روانې دي. آيا تاسي ته محسوسېږي چې نوازشريف او مسلم لېګ (ن) سره څومره زیاتی روان دی؟ نور کسان خو يې د سترګو تور جوړ شوي دي. خو نوازشريف!؟ نواز شريف د دوی په فکر د پاکستان تر ټولو لوی دښمن دی!))

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس ميا ثاقب نثار په مختلفو موقعو ويلي چې عدالتونه د کوم شخص يا ګوند خلاف نه دي او فیصلې ېې غیر جانبداره دي.

XS
SM
MD
LG