د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د بريد پر مهال دوه پوليس والا او دوه بريدګر وژل شوي دي.

پوليس وايي چې د اتوار پر ماښام د روژه مات پر وخت پر موټرساييکل سپارو کسانو پر سرکي سړک ولاړ دوه ټرافيک پوليس په ډزو ووژل.

د دوی په وينا کله چې بريد ګر تېښتېدل نو دا مهال پر ګشت روان پوليس د پېښې ځای ته ورسېدل او پر هغو يې ډزې وکړې.

د پوليسو په ډزو کې دوه بريدګر وژل شوي او يو په زخمي حالت کې په تېښته کې بریالی شوی دی.

د ډزو په تبادله کې څلور لارويان هم ټپيان شوي دي.

د وژل شويو پوليسو نومونه عبدالرشيد او محمد اشرف دي.

د بلوچستان داخله چارو وزير سرفراز بګټي د پوليسو وژنه غندلې ده.

د صوبې د پوليسو مشر معظم جان انصاري هم پېښه غندلې ده او اعلان يې کړی چې که چا د تښتول شوي زخمي بريدکوونکي په نيولو کې مرسته وکړه نو لس لاکه روپۍ انعام به ورکوي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

مظاهره کوونکو د چمن او کوټې سړک تړلی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:58 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG