د خوست د والي ویاند طالب منګل مشال راډیو ته وویل، نن سهار د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د سلیم کلي د نوم لیکنې مرکز پر ساتونکو برید شوی او دوه سرتیري په کې وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، وژل شوي کسان له افغان امنیتي ځواکونو پورې اړوند ول.د خوست د والي ویاند زیاته کړه، د برید پلټنې پیل شوي دي.
د پيښې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
په افغانستان کې له نن څخه د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د کاندیدانو د نومونو د ثبت بهیر پېل شوې دی.
د افغانستان د انتخاباتو دخپلواک کمېشن مشر سید حفیظ الله هاشمي له مشال راډیو سره په مرکه کې وویل چې دا بهیر به د جوزا تر دوه ویشتمې نېټې دوام کوي.