د لاسرسي ځای

تازه خبر

امنیه قوماندان وايي، په خوست کې قتلونه په رواج بدل شوي


د خوست امنیتي چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې نېږدې هره ورځ د قتل یوه پېښه رامنځته کېږي او د رواج بڼه يې پیدا کړې ده.

د خوست امینه قوماندان سمونوال اختر محمد نورزوي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په خوست کې د قتلونو پېښې په ډېرو وړو لفظي شخړو او قومي ستونزو چې مادي ارزښت يې په نشت حسابیږي، منځته راځي.

ده که څه هم په یاد ولایت کې یو شمېر وروستۍ هدفي وژنې یادې نه کړې، خو ويې ویل پولیس توانیدلي چې د قتلونو په ګډون د ډېریو پېښو عاملان ونیسي او اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته يې وروپېژني.

اختر محمد نورزوی زیاته کړه:

"موږ هره ورځ د داسو پيښو شاهد یو لکه قتل چې په خوست کې يې د رواج شکل نیولی دی، موږ هر ورځ په خوست کې د یوې پېښې شاهد یو، خو الحمدالله پولیس توانیدلي چې عاملین په هر ځای کې ونیسي او د قانون منګولو ته يې وروسپاري، خوست کې قتلونه اکثراً د یوې کوچنۍ لفظي شخړې او یا قومي مشاجرې چې هغه هېڅ مادي ارزښت نه لري رامنځته کېږي."

د خوست امنیه قوماندان له رسنیو، دیني عالمانو، قومي مخورو او مدني ټولنو هم غوښتنه وکړه چې د قتلونو د ناوړه پدیدې د مخنیوي لپاره تبلیغات وکړي.

اخترمحمد نورزوی د پولیسو د فعالیتونو په باب وویل چې په تېرو دوه اونیو کې يې د بېلابېلو جرمونو په تور ۲۷ کسان نیولي او عدلي او قضايي ادارو ته يې ورپېژندلي دي.

ده زیاته کړه، په دې کې څلور کسان د قتلونو، درې کسان د سړي تښتونې یا اختطاف، ۲ کسان قطاع الطریقۍ یا لار شوکوونې، ۷ کسان په غیر قانوني توګه د وسلې ګرځولو، ۷ هغه کسان چې د جرمونو له ارتکاب وروسته يې فرار کړی وو، او پاتې نور هم د بېلابېلو جرمونو د اجراء په تور د پولیسو په واسطه نیول شوي دي.

خوست امنیه قوماندان زیاته کړه:

"ټول ټال مو د دوه اونیو په موده کې ۲۷ کسان نیولي او هغوی مو عدلي ارګانونو ته ورپيژندلي دي، دوی د بېلابېلو جرمونو په ارتکاب باندې نیول شوي دي، هیله من یو چې اړوندې مراجع دې خلکو ته د هغوی د جرمونو په اندازه دوی ته داسې مجازات ورکړي چې دوی لپاره د پند او د نورو لپاره د عبرت وسیله وګرځي."

د خوست نوي امنیه قوماندان په یاد ولایت کې د نشه يي توکو د استعمال، پېر او پلور روان حالت هم د انديښنې وړ وباله او ويې ویل چې د پولیسو لخوا د نشه يي موادو د پلورونکو پر وړاندې څو ځلې عملیات شوي، خو په مشکوکو ځایونو کې پولیس د نشه يي توکو په نیولو نه دي بریالي شوي.

ده وویل، د دوه اونیو په موده کې د پولیسو لخوا ۷۳ کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه او د هاوان دوه ګولۍ چې د خوست ښار په لور فیر کولو ته عیارې شوې وې، هغه هم کشف او شنډې شوي دي.

د خوست امنیه قوماندان وړاندې وویل، د یو لیک په ترڅ کې يې د خوست د علماوو له شورا، حج او اوقافو ریاست او د جوماتونو له امامانو او خطیبانو غوښتنه کړې چې د قتلونو او نشه يي توکو د دنیوي او اخروي عذابونو په باب د منابرو څخه خلکو ته وعظ او نصیحت وکړي.

XS
SM
MD
LG