د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له طالبانو د مذاکراتو پېلولو په غوښتنه کې د افغان عالمانو ملاتړي يو"


په پاکستان کې د اسلامي نظرياتي کونسل مشر، پروفېسر قبله ایاز
په پاکستان کې د اسلامي نظرياتي کونسل مشر، پروفېسر قبله ایاز

د پاکستان نظرياتي کونسل مشر وايي په افغانستان کې د جګړې ختمولو لپاره د افغان علماوو د هڅو ملاتړ کوي او که په دې لړ کې دوی سره کومه ناسته کېږي نو خامخا به ورته مثبت ځواب ووايي.

د دې کونسل مشر او ديني عالم پروفېسر قبله ایاز د مې په څلور ويشتمه مشال راډيو ته وويل چې تر اوسه ورسره د افغانستان علماوو شورا په دې لړ کې کومه رابطه نه ده کړې خو وې کړه نو ځواب به يې دا وي چې طالبان بايد افغان حکومت سره خبرو ته کښېني.

هغه زياتوي: ((نن سبا د مذاکراتو دور دی. د ټوپکو او جګړو دور نه دی. د هرې ستونزې حل په خبرو کې دی. په افغانستان کې طالبان بايد د حکومت سره سياسي روغې جوړې ته ورسېږي. په هند کې د انګريزان پاچاهي خو د ټوپک په زور نه وه ختمه شوې. هغوی سره هم علماوو مذاکرات وکړل او قبضه یې ورله ختمه کړه.))

هيڅ دين د بې ګنا خلکو د وژنې جواز نه ورکوي. دا جنايت دی او بايد جنايت ورته وويل شي.

د افغانستان علماو شورا په دې وروستيوو کې په انډونيشيا کې د کوربه هېواد تر څنګ د پاکستان ديني عالمانو سره خبرې وکړي. دوی په يو شريک پرېکړه ليک کې پر طالبانو غږ وکړ چې جګړه بس او د سولې لار خپله کړي.

په کابل کې د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا يو غړي مولوي نور پاچا حماد مشال راډيو ته د مې په څلور ويشتمه ووېل چې هيله لري د ترهګرۍ پر ضد هلو ځلو کې به د پاکستان ديني عالمانو سره نيزدي راتلونکې کې غونډه وکړيتر څو د روانې جګړې پر ضد يوه فتوا ورکړل شي.

هغه زياتوي: ((اصلي کار پکار دی. له کومه ځایه چې دا هر څه سرچينه اخلي، له هغه ځايه بايد يو غږ پورته شي. عام خلک بايد په دې پوهه شي چې د دې ترهګرۍ شاته ديني سوچ نشته دی.))

مولوي حماد
مولوي حماد

په پاکستان کې تر اوسه پورې د دې کنفرنس لپاره وخت نه دی ټاکل شوی. تر دې مخکې د پاکستان ۱۸۰۰ ديني عالمانو يوه فتوه ورکړه او په دغه هېواد کې يې د رياست خلاف جګړه فساد وباله. دوی د ګاونډي افغانستان په اړه څه ونه وېل خو د پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل مشر، قبله ایاز وايي چې افغان علما له هغې فتوه ګټه اخيستلی شي.

په همدې حال کې د افغانستان علماوو سرتاسري شورا غړی، مولوي نور پاچا حماد وايي د ترهګرۍ پر ضد فتوو کې بايد ټولو جګړو ته يو شان وکتل شي. نوموړی زياتوي: ((وينه د ټولو يو شان ده. که پاکستان کې بې ګناه خلک مري او که افغانستان کې. که شام کې بې ګناه وګړي وژل کېږي او که په امريکا کې. ټول يو شان ده.))

د افغانستان د سولې عالي شورا غړي وايي چې دوی د سعودي عرب ديني عالمانو سره هم خبرې کول غواړي چې د يو شريک کنفرنس په جوړولو سره طالبان جګړې بس کولو ته وهڅوي.

XS
SM
MD
LG