د لاسرسي ځای

تازه خبر

'موسا کلا کې د طالب مشرانو قومانداني په نښه شوې'


په هلمند کې د امریکايي ځواکونو یوه اډه
په هلمند کې د امریکايي ځواکونو یوه اډه

په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه وايي چې د هلمند په موسا کلا ولسوالۍ کې يې د وسله والو طالبانو د مشرانو د قوماندانۍ يو مرکز په نښه کړى دى.

د افغانستان په سوېل لوېديځ کې د امريکايي ځواکونو د قوماندانۍ له خوا خپره شوې یوه خبرپاڼه وايي، چې د موسا کلا په دغه مرکز کې د طالبانو مشران او مهم قوماندانان مېشت وو او د بريدونو پلانونه يې جوړول.

خو سرچينې دا نه دي ويلي چې په دې بريد کې وسله والو طالبانو ته څومره مرګ ژوبله اوښتې ده.

په سوېل لوېديځ کې د امريکايي ځواکونو د کاري ځواک قوماندان بريد جنرال بېنجامين واټسون ويلي، چې له دې هوايي بريده یې موخه داوه چې پر افغان همکارانو د طالبانو د بريدونو مخنيوى وشي.

هغه زياته کړې، له دې هوايي بريد سره د طالبانو عملياتي پلانونه له زيان سره مخامخ شوي، بلکې افغان ځواکونو ته د پرمختګ زمينه هم برابره شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، د امريکايي ځواکونو دغه ځانګړى ځواک د ٢٠١٧ زېږديز کال په اپريل مياشت کې په هلمند کې ګمارل شي او په دغه ولايت کې د ٢١٥ ميوند قول اردو او د پوليسو ٥٠٥ زون سره د روزنې او مشورو په برخو کې همکاري کوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG