د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیکه خبریاله من میت کور وايي د خپل ولس مسلې به جوتوم


خبریال من میت کو
خبریال من میت کو

من میت کور د پېښور هغه ۲۴ کلنه سیکه پېغله ده چې د خبریالې په حیث یې کار پېل کړی. نوموړې د پېښور له جناح کالجه د لوړو زده کړو وروسته له شخصي ټیلویژن سره کار کوي. هغه وایي د خپل کار له لارې غواړي سیکانې جینکۍ زده کړو ته وهڅوي.

د شورو په ورځ له مشال ریډیو سره په خبرو کې من میت کور وویل ژورنالزم ته د راتلو مشوره ور ته ماما ورکړې وه او غواړي له دې لارې خپل ولس او وطن ته خدمت وکړي.

''ماما مې ویل نیوز ته ولاړه شه او خپل هنر نور هم ښه کړه، له بهر خلکو سره ملاو شه چې ستا علم او زده کړه هم ښه شي او د خپلو خلکو لپاره به هم څه وکړل شي ځکه چې سیکانو ډېر نقصان ګاللی دی. زموږ خلک مخې ته نه راځي او خپلې مسلې هم مخ ته نه راوړي، نو ستونزې به څنګه حل شي؟ ځکه ماما مې ویل چې ته به خپله کار هم کوې او د سیکانو مسلې به هم مخې ته راوړې.''

د من میت کور په خبره، لوی شمېر سیکانې جینکۍ زده کړې نه ترلاسه کوي او په سیکانو نجونو کې د تعلیم شرحه یوازې دوه فیصده ده. هغه غواړي د سیکانو جینکو لپاره یو مثال جوړ شي.

نوموړې وویل کله چې هغې رسنیو ته د راتلو پریکړه وکړه نو کورینۍ یې له دې په دې وجه ډډه کوله چې یو خو سیکه ده او بل د جرنلسټانو ستونزې هم ډېرې وي خو اوس ددوي د کورینۍ غړي خوشاله دي چې دا یوه جرنلسټه ده.

''مور مې ویل چې ته به په هر ځای ګرځې نو خلک به څه وایي؟خلک به تا ته په کوم نظر ګوري؟ له دې به مسلې جوړې شي، خو چې زما اولنی رپورټ وچلیدلو نو زما مور ډېره خوشاله وه او راته یې وویل چې تا اوس په داسې ځای کې قدم ایښی دی چې د خپل ملک قام او ټولنې لپاره یو مثال شې او ډېر څه وکړې.''

من میت کور وایي د خبریالۍ د شورو کولو سره یې په خپل ځان باور زیات شوی دی او په دې وجه دا د دې مسلک سره ډېره مینه لري.

''زه چې کله د رپورټنګ پسې ځم نو خوشاله یم مخکې به زه یریدم ځکه چې ما به ویل پته نشته څوک به راسره خبرې کوي او کنه خو اوس ما ولیده چې خلک راسره خبرې او مرسته راسره کوي او عزت راله کوي.''

نوموړې وایي خبریالې ته تر راتلو مخکې یې په یوه غېر سرکاري ادارې سره کار کاوه او په دې توګه یې د خپل مور او پلار او د کور د نورو غړو پالنه کوله.

XS
SM
MD
LG