د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شريف: له ما د استعفا غوښتنه شوې وه


نوازشريف په اسلام اباد کې خبريالانو ته خبرې کولې
نوازشريف په اسلام اباد کې خبريالانو ته خبرې کولې

د پاکستان ليري شوي وزیراعظم نوازشريف د مې په ۲۳ مه په يوه خبري غونډه کې يو ځل بيا وويل چې دی د يو سازش له مخې له دندې ليري شو. نوموړي زياته کړه چې آيا چا پوښتنه وکړه چې ولې هر ځل د منتخبو وزيراعظمانو حکومتونه ختمېږي؟

د هغه په وېنا د استخباراتي ادارې مشر ماته پېغام راولېږه چې يا استعفا ورکړي او يا له ملکه بهر لاړ شي. خو د هغه په وېنا دی د خلکو په رايو راغلی وو نو ولې یې استعفا ورکړی وای. نوموړي دا تفصيل ورنه کړ چې د استخباراتي ادارې دغه مشر څوک وو؟

شريف زياته کړه چې آيين شکني يا د حکومت ماتولو فېصله يو څو پوځي جرنېلان کوي او ګټه يې هم دوی ته رسي خو بدنامي يې د ټول پوځ وي. د هغه د خبرو په اړه تر اوسه پوځي چارواکو څه نه دې ويلي.

کاش چې تاسي له مړه يا ژوندي پوځي جنراله پوښتلی شوای چې په تاسي کې داسې څه ښېګړه ده چې لس لس کاله مو حکومت وکړ.
نواز شريف

نواز شريف همداراز وويل چې پکار ده کورنۍ او بهرنۍ پاليسي د خلکو ټاکلي استازو په لاس کې وي. ((زه هم غواړم چې د خلکو د خوښې احترام وشي. د ووټ عزت یې وشي. د هغوی په خوښه خپله خوښه ونه تپل شي. ټولې ادارې په خپلو قانوني حدودو کې کار وکړي. د آيين احترام وشي. پاليسيانې د خلکو استازي جوړې کړي ځکه چې همغوی د خلکو عدالت ته تلونکي او احتساب ته وړاندې کيدونکي وي.))

نوازشريف وويل چې دی د بې بنياده الزامونه په مقدمو کې له اويا څخه زيات وارې عدالتونو ته وړاندې شوی. هغه تور ولګاوه چې عدلیې ورسره تعصب پاللی دی. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس ميا ثاقب نثار په مختلفو موقعو ويلي چې عدالتونه د کوم شخص يا ګوند خلاف نه دي او فیصلې ېې غیر جانبداره دي.

په عدالتونو کې په بېلابېلو مقدمو کې د خپلو اورېدونو ته په اشاره کې، نوازشريف پوښتنې راپورته کړي او وي وېل چې ولې د ټولو سره يو شان سلوک نه کېږي. ((کاش تاسي له محبوب وزيراعظمانو څخه پوښتنه کولی شوای چې تاسي ولې خپله آييني موده پوره نه کړای شوه؟ کاش تاسي له سينير ججانو هم دا پوښتنه کولی شوای چې تاسي ولې هر قانون شکني او غدارۍ ته جواز ورکړ او تاسي ولې د خپل سوګند په خلاف د آمرانو په لاس بيعت وکړ؟))

سپريم کورټ نوازشريف د تېر کال په جولايي مياشت کې د پانامه په نامه درغليوو په يو کېس کې له دندې ليري کړ. پر هغه تور پورې شو چې د زوی په کمپنۍ کې مقرره تنخا د قانون مطابق د ټاکنو کميشن ته نه وه ښودلې خو نوموړی وايي چې ده دا تنخا اخيستې نه وه نو ولې يې ظاهره کړې وای.

XS
SM
MD
LG