د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امريکا کې د وژل شوې پاکستانۍ مړی خاورو ته وسپارل شو


د امريکا په هيوسټن کې د وژل شوې پاکستانۍ زده کوونکې مړی نن کراچۍ کې خاورو ته وسپارل شو. سبېکا په سکالرشپ امريکا ته تللې وه او هلته یې سبق وايه. نوموړې د مې پر اتلسمه د خپل پوهنتونوال په ډزو وژل شوې وه.

د سانټا فی هايي سکول د ۱۷ کلن زده کوونکي، ديميتريس پګورچیس په ‌ډزو کې ټول اته زده کوونکي او دوه استادان وژل شوي وو. هغه دا مهال په زندان کې دی او پوليس ترې د بريد د سبب په اړه پوښتنې کوي.

د نوموړې پلار، عبدالعزیز شېخ رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې څنګه د ټيليويژن له لارې په ټيکساس کې له ډزو خبر شو، لور ته یې فون وکړ. هغې پورته نه کړ. ورسته ورته د سکول ادارې وويل چې وروسته به حال ورکړي چې لور یې څنګه ده. ((دلته په پاکستان کې لس يا لس نيمې بجې وي. هغوی فون راوکړ، ژړل یې. دوی چې ژړل نو زه پوه شوم چې زما لور نوره په دې دنيا کې نه شته.))

د سبېکا پلار زياتوي چې لور يې غوښتل ديپلوماته شي. د امريکې بهرنيوو چارو وزير مايک پومپيو د تېرې شنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې وويل چې سبيکا هيله لرله چې د پاکستان او امريکا ترمنځ اړيکو جوړولو کې مرسته وکړي.

د ټيکساس ګورنر، ګرېګ ایبټ د پېښې ځای ته ورغلی وو. هلته يې ګلان کېښودل. نوموړي خبريالانو سره خبرو کې وويل چې کوښښ کوي په راتلونکې کې د داسې بريدونو مخه ونيسي. ايجنسي فرانس پريس د هغه خبرې راخيستې چې نوموړی پکې وايي تر دې ورسته د ممکنه بريدګرو ملعلومولو لپاره پر ټولنيزو مطبوعاتو د زده کوونکو د حسابونو څارنه کېدلی شي.

په امريکا کې دا لومړی ځل نه دی چې په يو سکول کې خلک په ډزو وژل کېږي. تر دې مخکې هم په ورته پېښو کې په لسګونو زده کوونکي وژل شوي دي. د رويټرز خبري اژانس تر مخه د ټيکساس دې پېښې يو ځل بيا دا بحثونه تاوده کړي چې آيا په امريکا کې د ټوپکو د ساتنې قوانين سخت کړل شي او کنه.

XS
SM
MD
LG